د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا د چارشنبې ورځ هند ته د خپل سفر پرمهال د هغه هېواد له وزیر اعظم نریندرا مودي سره وګوري او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پر نویو لارو به خبرې وکړي.
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د ترینکوټ ښار امنیت ټینګولو لپاره به پوځي عملیات جاري وي.
د خوست ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزي مشال راډیو ته وویل، چې په خوست کې خلکو د اختر لمونځونه د امن په فضاء کې وکړل.
د کندهار ولايتي چارواکي وايي چې په میرویس روغتون کې دننه يې دوه بریدګر وژلي او جګړه پای ته رسېدلې.
په افغانستان کې د ترورېزم په وړاندې پيل شوې جګړه له یوې نیمې لسیزې واوښته چې پهکې ښکېلو خواوو ته د زرګونو قربانیانو په اړولو سربېره هر کال عامو افغانانو ته هم بېسارې او درنه مرګ ژوبله اړوي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند وايي، پاکستان تل له افغانستان سره د ټرانزټ تجارت د معاهدو خلاف ورزي کړې ده.
له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو سره د ولسي مرستو د جلبولو په خاطر په جلال اباد ښار کې د خپل وطن، ګل وطن تر نامه لاندې يو انځوريز نندارتون جوړ شوی و چې پر ګڼ شمير مدني فعالانو سربيره په کې یو شمير سوداګرو هم برخه اخیستې وه. سوداګرو ژمنې وکړې چې راستنېدونکو کډوالو سره به هر راز مرستې وکړي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا کومه نوې خبره نه ده خو دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت د ټرانزیت په برخه کې د پاکستان د نه همکارۍ په متقابل غبرګون کې منځنۍ اسیا ته د پاکستانيو توکیو لېږدولو د مخنیوي خبره کوي.
د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د بزګرانو سره د اساسي همکارۍ او ګټورو حاصلاتو په خاطر يې د درې نیم زره کیلو په اندازه د زعفرانو تخم ویش کړ.
د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې پر وسلهوالو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت لخوا په هوايي بمبار کې ۱۸۱ وسلهوال...
د پنجشنبې په ورځ د خوست یو شمېر قومي مخورو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د شهید اونۍ د لمانځنې په ناسته کې له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه، چې تر دې وروسته دې ټول په ګډه د سرتاسري سولې، ملي یووالي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
پنټاګون د روان کال په مني کې افغانستان ته د هغې فرقې شاوخوا ۱۴۰۰ سرتېري استوي چې مخکې یې ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته