په لغمان ولایت کېد يو اين ماکانړیوالې ادارې او د دغه ولایت د اضطرار د کمیټې له اړخه په لسګونو جنګ ځپلو او د طبعې پېښو له امله زیانمنو شويو کورنیو سرهد چارشنبې په ورځ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د سېشنبې ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د سلیمان غر په نوم کلنۍ مشاعره جوړه شوه.
د خيبر پښتونخوا وزير اعلی پرويز خټک د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره يوه کميټي اعلان کړې ده او ويلي يې دي چې تر ۱۵ نومبر پورې به د نا رجسټره افغان کډوالو خلاف څه ډوله قانوني کاروايي نه کيږي.
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د ملي یووالي حکومت مشران د رامنځته شويو ستونزو د حل په درېیمه ناسته ...
د افغانستان د استخباراتو اداره (NDS) په خپله ننۍ خبرپاڼه کې وايي چې جلال اباد کې تښول شوې اسټريلوي کيترين جېن ويلسن يې په ځانګړو عملیاتو کې ننګرهار ولایت کې له تښتوونکو خوشې کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ او بنګله دیش کرکټ بورډ ادارې د څو اړخیزو خبرو اترو ورسته د روان کال سپټمبر میاشتې په ورستیو کې د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو ۵۰ اوریزو لوبو هوکړې ته ورسیدلې.
د یکشنبې په ورځ د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پوهنې وزارت سره د یو شمېر نړیوالو همکارو موسسولخوا د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې د برخې لپاره د ځنو ودانیزو پروژو کارونه پیل شول.
له وزیرستانه هغه سلګونه افغانۍ کورنۍ چې ډېری يې د افغانستان د کندز، بغلان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي دي، او په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله دوه کاله وړاندې خوست ته راغلي وايي، چې دوی سره د یونیسیار یا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنری لخوا هېڅ ډول مرستې نه کیږي.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ختيځو ولایتونو کې هم د پوليو پر ضد د ویکسینو د څاڅکو درې ورځنی کمپین پيل شو.
د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د څلويښتو قومي شوراګانو استازو نن جلال اباد کې په يوه غونډه کې هغه شوراګانې يې وغندلي چې په مرکز کابل کې د ختيځو ولایتونو د شوراګانو په نوم غونډې جوړوي.
د افغانستان ولسشمر محمد اشرف د دغه بريد پر سبا د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره په ټليفوني اړيکي نيولي او هغه ته يې د موبایل ټېلفون ۳ شمېرې ورښودلي، چې له هغو څخه د بريد پر مهال د پاکستان له خاورې له تروریستانو سره تماس روان وو.
د پکتيا محلي هنرمندان شکايت کوي، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت دوی په سپېره غولي پرې اېښي او د نورو ولايتونو په پرتله له دوی سره د مور او ميرې سلوک کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته