د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د ملي یووالي حکومت مشران د رامنځته شويو ستونزو د حل په درېیمه ناسته ...
د افغانستان د استخباراتو اداره (NDS) په خپله ننۍ خبرپاڼه کې وايي چې جلال اباد کې تښول شوې اسټريلوي کيترين جېن ويلسن يې په ځانګړو عملیاتو کې ننګرهار ولایت کې له تښتوونکو خوشې کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ او بنګله دیش کرکټ بورډ ادارې د څو اړخیزو خبرو اترو ورسته د روان کال سپټمبر میاشتې په ورستیو کې د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو ۵۰ اوریزو لوبو هوکړې ته ورسیدلې.
د یکشنبې په ورځ د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پوهنې وزارت سره د یو شمېر نړیوالو همکارو موسسولخوا د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې د برخې لپاره د ځنو ودانیزو پروژو کارونه پیل شول.
له وزیرستانه هغه سلګونه افغانۍ کورنۍ چې ډېری يې د افغانستان د کندز، بغلان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي دي، او په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله دوه کاله وړاندې خوست ته راغلي وايي، چې دوی سره د یونیسیار یا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنری لخوا هېڅ ډول مرستې نه کیږي.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ختيځو ولایتونو کې هم د پوليو پر ضد د ویکسینو د څاڅکو درې ورځنی کمپین پيل شو.
د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د څلويښتو قومي شوراګانو استازو نن جلال اباد کې په يوه غونډه کې هغه شوراګانې يې وغندلي چې په مرکز کابل کې د ختيځو ولایتونو د شوراګانو په نوم غونډې جوړوي.
د افغانستان ولسشمر محمد اشرف د دغه بريد پر سبا د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره په ټليفوني اړيکي نيولي او هغه ته يې د موبایل ټېلفون ۳ شمېرې ورښودلي، چې له هغو څخه د بريد پر مهال د پاکستان له خاورې له تروریستانو سره تماس روان وو.
د پکتيا محلي هنرمندان شکايت کوي، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت دوی په سپېره غولي پرې اېښي او د نورو ولايتونو په پرتله له دوی سره د مور او ميرې سلوک کوي.
افغان ولسمشر اشرف غني زیارت په ورځ په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډې پر مهال د پاکستان پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره په ټېلېفون خبرې وکړې او له هغه یې غوښتنه کړې چې د هغو ((ترهګرو ضد جدي)) اقدامات وکړي چې په کابل کې یې پر امریکايي پوهنتون وسله وال برید تنظیم کړی.
په خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ د یوې غونډې ویناوالو په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو غوښتنه وکړه، چې د خپلو سلیقوي چلندونو په خاطر دې ولس په خپلو کې نه سره ویشي.
د پکتیکا ولایت چارواکي ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغی د واکسینو له تطبیق کوونکو، مبلغینو، د یونیسیف ادارې د ګرځنده کلینکونو له کارکوونکو او ټولو واکسیناتورانو څخه غوښتنه وکړه، چې د یاد ولایت په ټولو سیمو کې د واکسینو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته