اجازه راکړئ چې افغانانو ته دا خبره یقیني کړم چې د یوه پرمختللي، سوکاله او ارامه افغانستان په جوړولو کې به یو میلیارده او ۲۵۰ میلیونه هندیان تل له تاسو سره ولاړ وي. له افغانستان سره زموږ د دوستۍ قوت او اصل هېڅکله د ورانېدو او تزلزل نه دی.
د دالچین پل د کندز ښار شمال لورې ته موقعیت لري او دغه پل د ۳۰۰ متر اوږدوالی لري چې د کندز پر رود باندې د شیرخان په وخت کې رغولۍ شوي وو او دغه پل د کندز ښار له شیرخان بندر سره همدارنګه له څلورو ولسواليو لکه: امام صاحب، قلعۀزال، دشت ارچې او کلبات سره نښلوي.
موږ به د افغان پوځیانو د لا پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیتونو د لوړولو په خاطر له هندي چارواکو څخه د مرستو لپاره خپلې غوښتنې جاري وساتو. په هوايي او ځمکنۍ برخه او په ټولو برخو کې چې هند کولای شي موږ ترې مرستې غواړو. هند د پولیسو او اردو د روزنې لپاره ډېر ښه مرکزونه لري. د وسلو او نورو پوځي برخو کې یا مجموعاً په هره برخه کې چې هند مرسته کولای شي مرستې به یې د قدر وړ وي.
پوله تر هغه وروسته وتړل شوه کله چې د پنج شنبې (زيارت) په ورځ د سپین بولدک له لوري ځينو کسانو پر ((باب دوستي)) لویه دروازه د ډبرو وارونه وکړل او د پاکستان بیرغ ته یې اور واچوی.
د جمعې په ورځ په لوګر کې د ملي پیوستون د پروګرام نوې وداني چې ودانیزې چارې يې شپاړس میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د کلیو پراخیتا وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدان وردکو ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولینې له خلکو غواړي، چې خپلو خویندو، لوڼو او میرمنو ته د دوی قانوني او شرعي حقوق ورکړي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د حکومت ځني سیاسي مخالفین د هېواد د امنیت د خوندیتوب پر ځای د نظام سیاسي بې ثباتۍ ته لمن وهي او پدې توګه د وروستۍ یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخوي.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۷ کليزه ولمانځل شوه چې پر دولتي چارواکي سر بيره په کې په زرګونو تنو ولسي وګړو هم برخه اخیستې وه.
دکونړ والي وحیدالله کلیمزي ازادۍ راډیو ته وویل په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او نزدې پنځوس ټپیان دي
د خوست د هوايي ډګر پروژه چې د افغانستان په مهمو اقتصادي پروژو کې حسابیږي، دا ځل يې کارونه ښه پرمخ روان دی.
پښتنو ملتپالو ګوندونو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په پاکستان کې ميشت هغه افغان کډوالو ته دې چې دلته یې کورونه اخیستي دي او يا کاروبارونه کوي، اسانتېاوې ورکړل شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته