د جمعې په ورځ په لوګر کې د ملي پیوستون د پروګرام نوې وداني چې ودانیزې چارې يې شپاړس میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د کلیو پراخیتا وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدان وردکو ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولینې له خلکو غواړي، چې خپلو خویندو، لوڼو او میرمنو ته د دوی قانوني او شرعي حقوق ورکړي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د حکومت ځني سیاسي مخالفین د هېواد د امنیت د خوندیتوب پر ځای د نظام سیاسي بې ثباتۍ ته لمن وهي او پدې توګه د وروستۍ یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخوي.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۷ کليزه ولمانځل شوه چې پر دولتي چارواکي سر بيره په کې په زرګونو تنو ولسي وګړو هم برخه اخیستې وه.
دکونړ والي وحیدالله کلیمزي ازادۍ راډیو ته وویل په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او نزدې پنځوس ټپیان دي
د خوست د هوايي ډګر پروژه چې د افغانستان په مهمو اقتصادي پروژو کې حسابیږي، دا ځل يې کارونه ښه پرمخ روان دی.
پښتنو ملتپالو ګوندونو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په پاکستان کې ميشت هغه افغان کډوالو ته دې چې دلته یې کورونه اخیستي دي او يا کاروبارونه کوي، اسانتېاوې ورکړل شي.
په پاکستان کې د بشري حقونو يو تنظيم به د پاکستان او افغانستان (۷۰) تعليم يافته هلکانو او جينکو ته د دواړو ملکونو د سياست پحقله تربيت ورکوي چې د خپلو ملکونو د سياسي طور طريقوپه ښه ډول خبر شي.
د خوست ولایت د تریزیو او علیشیرو د سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیا، پوهنې، بیارغونې او امنیت په برخو کې له افغان حکومت څخه یادې سیمې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
د افغانستان ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د افغان سولې بهير کې تر اوسه د پاکستان او طالبانو ښه نيت نه دی ليدل شوی. په کابل کې د مشال راډيو له خبریال بشیر ګواښ سره په یوه ځانګړې مرکه کې حنيف اتمر ومنله چې پاکستان ورته پیغامونه لېږلي چې د سولې عمل بيا پيلوي. اتمر زياته کړه هغه وسله وال چې پر
د افغان حکومت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې روانه جګړه اقتصادي عوامل لري او ګاونډیان نه غواړي چې دا هېواد په سیاسي او اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي.
د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم د یکشنبې ورځ ازادي راډیو ته کړې ده چې، اجرایه ریس عبدالله عبدالله ویلي که یې ولسمشر غوښتنې و نه مني نو د ارګ په غونډو کې به برخه وا نهخلي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته