په پاکستان کې د بشري حقونو يو تنظيم به د پاکستان او افغانستان (۷۰) تعليم يافته هلکانو او جينکو ته د دواړو ملکونو د سياست پحقله تربيت ورکوي چې د خپلو ملکونو د سياسي طور طريقوپه ښه ډول خبر شي.
د خوست ولایت د تریزیو او علیشیرو د سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیا، پوهنې، بیارغونې او امنیت په برخو کې له افغان حکومت څخه یادې سیمې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
د افغانستان ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د افغان سولې بهير کې تر اوسه د پاکستان او طالبانو ښه نيت نه دی ليدل شوی. په کابل کې د مشال راډيو له خبریال بشیر ګواښ سره په یوه ځانګړې مرکه کې حنيف اتمر ومنله چې پاکستان ورته پیغامونه لېږلي چې د سولې عمل بيا پيلوي. اتمر زياته کړه هغه وسله وال چې پر
د افغان حکومت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې روانه جګړه اقتصادي عوامل لري او ګاونډیان نه غواړي چې دا هېواد په سیاسي او اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي.
د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم د یکشنبې ورځ ازادي راډیو ته کړې ده چې، اجرایه ریس عبدالله عبدالله ویلي که یې ولسمشر غوښتنې و نه مني نو د ارګ په غونډو کې به برخه وا نهخلي.
د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله سږ کال په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې کمې شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د افغانستان او پاکستان لپاره د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) مشر حافظ سعید خان وژل په دې معنا دي چې افغان حکومت او نړیوال ملګري یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو له منځه وړلو ته کلک هوډ لري.
امریکايي او افغان چارواکي وايي په پاکستان او افغانستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر حافظ سعید خان تېره میاشت په یو هوايي برید کې وژل شو دی.
اجرایيه ریس د ټاکلو په ترڅ کې د لوی څارنوال څوکۍ یاده کړه او ویې ویل یو داسې کس څوکۍ ته معرفی شوی و چې کلې مې امتحان ترې واخیست هېڅ مسلکي نه و.
د لوګر ځینې سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې د پاکستان یو غیر رسمي پلاوی د دغه هېواد د یوې هېليکوپټرې د سورلۍ خوشېکولو لپاره ازرې ولسوالی ته رسېدلی دی.
اتل وویل، د پوځ او پولیسو جزوتامونه د لښکرګاه امنیت ټینګولو لپاره له لېرې پرتو پوستو بېرته ښار ته راګرځول شوي دي.
په مزار شریف کې د مولانا جلال الدین بلخي [رومي] د ژوند اوهنري اثارو په اړه د نړیوال کنفرانس لپاره تیاري پیل شوه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته