د لوګر ځینې سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې د پاکستان یو غیر رسمي پلاوی د دغه هېواد د یوې هېليکوپټرې د سورلۍ خوشېکولو لپاره ازرې ولسوالی ته رسېدلی دی.
اتل وویل، د پوځ او پولیسو جزوتامونه د لښکرګاه امنیت ټینګولو لپاره له لېرې پرتو پوستو بېرته ښار ته راګرځول شوي دي.
په مزار شریف کې د مولانا جلال الدین بلخي [رومي] د ژوند اوهنري اثارو په اړه د نړیوال کنفرانس لپاره تیاري پیل شوه.
په پېښور کې افغان کونسلګري وايي، چې تر اوسه نږدې۴۰ زرو پورې رجسټرډ افغان کډوال او ۵۰ زره نا رجسټرډ کډوالخپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په بهرنیو هېوادونو کې به د یاد ولایت پانګوال په خوست کې پانګې اچونې ته وهڅوي او دوی لپاره به د تجارت او صنعت د پرمختګ لازم چاپیریال برابر کړي.
ولسمشر غني وویل، د افغانستان دولت د ښه او بد له توپیر پرته د ترهګرو ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کوي او نورو ته یې هم سپارښتنه دا ده چې له توپیري چلند پرته دې د ترهګرو پرضد اقدامات وکړي،
سوداګر عبدالرحمن وطنوال په لوګر ولایت کې خلکو ته زدکړو اسانتیاوې برابروي
د لغمان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې به ډیر ژر ځنېبنسټيزې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د يو شمير نورو مهمو پروژو چارې به پيل شي.
افغان چارواکي وايي، چې حافظ السعید یې په ننګرهار ولایت کې د خپلو ورستیو عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی.
د یکشنبې په ورځ ماسپښین درې نیمې بجې د لوګر په مرکز پل علم کې د افغان ځواکونو لخوا دوه وسله وال بریدګر تر پېژندلو وروسته ووژل شول.
د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزير د ننګرهار د لوړ پوړو چارواکو په ملتیا د یکشنبې په ورځ د هسکې مينې ولسوالۍ ته ورغللو او هلته يې د ولسي ملاتړ په موخه له قومي مشرانو څخه پنځوس کسیزه شورا جوړه کړه او تر څنګ یې جنګ ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته هم وکړه.
په خوست کې یو شمېر خصوصي ښوونځیو د خپلو زده کوونکو لپاره د مکتبونو له چاپیریاله د باندې د عملي زده کړو او لیدنو کتنو غم خوړلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته