بلخ ولایت کې د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په آمو سیند کې د ازبکستاني جنګي کښتیو نظامي ګزمې زیاتې شوي او ازبک سرحدي سرتيري د افغانستان په قلمرو کې دننه ځوانان نیستي او بیایي زنداني کوي.
اوباما وویل، د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو دوه اډې چې په جلال اباد او کندهار کې دي، به هم پر ځمکه او هم د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي. کندهار له څو کلونو راهیسې د ناامنیو ښکار دی او د شاوخو دوو کلونو راهیسې په ننګرهار کې
ده وویل، په دې تاوتریخوالي کې ((ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان وژل کېږي.)) ده وویل، د جګړې له کبله کورنۍ ړنګېږي او ګڼ خلک کډوال شوي او په بېدیاګانو کې اوسېدو ته اړ دي.
د جولايي په شپږمه، د چارشنبې په ورځ افغان کرکټ ملي لوبډله د سکاټ لينډ په وړاندې دوهمه يو ورځنۍ سيالي کوي. لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه خو د باران له کبله بې نتيجې پاتې شو.
د خوست ژڼکي او ځوانان وايي، چې کوچني اختر ته يې پوره تیاریانې نیولي او دوی هیله لري چې د اختر شپې ورځې به په امن او خوشالیو کې ولمانځي.
امریکايي سېنېټران جان مککېن او لینزي ګراهم وايي پاکستان باید په خپله خاوره کې د نورو وسله والو په ګډون دحقاني شبکې پرضد لا ډېر اقدامات وکړي.
د افغانستان په شمال ختیځ کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر قول اردو مسوولین وايي، د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د څلورو قومندانانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ملی امنیت سلاکار ویلي چې له دغه هیواد سره د چین پوځي مرستې د ترهګرۍ ضد مبارزې د پیاوړتیا په برخه کې څرګند پیغام دی.
د افغانستان د ولسمشر دفتر د پاکستاني وزیراعظم د سلاکار ورستۍ څرګندونې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د خپلو ژمنو ضد بللې دي.
خیبرایجنسۍ: د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ ستوري خیلو قبیلې کډوال وايي زر تر زره دې خپلو کورنو ته وليږل شي.
د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیانی وايي د شنبې په ورځ شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار پېنځمې ناحيې اړوند جوی هفت سيمه کې يوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د کوټ ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر حاجي حیات خان پر موټر چاودنه وکړي د پولیسو لخوا په نښه شوی دی.
پېښور: په پنجشنبه د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د پښتونخواوزیر اعلا پروېز خټک او د صوبې له نورو لوړپوړیو امنیتي او انتظامي چارواکو سره په ملاقات کې د افغان کډوالو د ستونزو او په سیمه کې د امنیتي صورتحال په اړه خبرې کړې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته