په پېښور کې میشت یو افغان کډوال عبدالرشید هم تایدوي او وايي چې د قانوني اسنادو لرلو باوجود یې پولیس تنګوي.
د چارشنبې په ورځ په خوست کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه تر دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته ۲۴۱ پولیس فارغ او د پوځي خدمت لپاره د مرکز او ولسوالیو امنیه قوماندانیو ته وروپېژندل شول.
د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ اړوند د خښتو په بټيو کې په لسګونه کورنۍ ګرو یا ګاڼه دي چې د نارینه وو تر څنګ یې ښځې او ماشومان هم په درنو کارونو بوخت دي.
په پاکستان کی د افغان سکولونو مدیرانو په اسلام آباد کې د افغانستان له سفير عمر زخېلوال سره د لیدو مهال شکایت وکړ چې پولیس یې ځوروي
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار چې د یوه لوړپوړي افغان پلاوي په مشرۍ مسکو ته تللی چې موخه یې روسي چارواکي د افغان پوځ لا زیات تجهیز ته هڅول او په پوځي برخه کې ترې زیاتې مرستې جلبول دي.
د لوګر والي حلیم فدايي وايي، چې د یاد ولایت پوهنتون ته د روان کال په اوږدو کې د پنځو ودانیو د جوړولو کارونه پیل شوي او د راون کال تر پایه به د دوو نورو ودانیو د جوړولو کارونه هم پیل شي او پدې توګه به یاد پوهنتون اوه اساسي ودانۍ ولري.
د سيفران لپاره د سېنېټ قايمه کميټۍ وایس چيېرمېن سېنېټر تاج محمد اپرېدي ويلي دي چې په پاکستان او افغانستان کې ميشتو قبايلو په تګ راتګ بنديز لګول د دواړه ملکونو په ګټه نه دی.
د روغتیا چارواکي وايي چې په دغه کمپاین کې به څه باندې څلور لکه هغو ماشومانو ته د ویکسین دوه څاڅکي ورکول کيږي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په کابل کې د ترسره شويو خونړیوږ بریدونو په اړه یې د یوه ځانګړي پلټنیز کمېسیون پر جوړولو کار روان دی.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش وسله والو پر ضد په پيل شويو عملياتو کې په تېر یو شواروز کې د څو تنو مهمو قوماندانانو په ګډون ۷۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د خوست اوسیدونکي د کابل د دهمزنګ په پېښه خواشیني څرګندوي او زیاتوي، چې هېڅوک نشي کولای په دا ډول بریدونو سره د افغانانو تر منځ قومي او مذهبي اختلافونو ته لمن ووهي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، هېڅ داسې سند په لاس نه لري چې ثابته کړي، پاکستان دې د حقاني شبکې او د افغان طالبانو د مشرانو پر ضد عملیات کړي وي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته