ولسمشر اشرف غني له افغان ځواکونو سره د امریکا د دوامداره مرستو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په پوره شفافیت سره به دغه مرستې مصرف شي.
د افغانستان ولسمشر وایي، پاکستان ته یې د نړیوالو په حضور کې خپل نیک نیت ثابت کړی، خو له دغه هېواده هم غواړي چې له افغانستان سره له تشو ژمنو تېر او عملي همکاري وکړي.
د افغانستان او پاکستان حکومتونه د بې باورۍ په فضا کې د یو بل سره د همکارۍ او د سولې د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.
د ده په وینا، یوه رجسټر شوې کورنۍ چې پکې شپږ غړي وي به ۲۱۰۰ ډالره تر لاسه کوي او ورته به له ۳۰ څخه تر ۷۰ ډالرو پورې د سفري لګښت په توګه هم ورکول کېږي.
ننګرهار د افغانستان د هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې اکثره کلیو کې یې د دولت ضد وسله وال شتون لری چې له امله يې خلک خپلې دودیزې مېلې څنګه چې ښايي هغه شان سره په ډاډه زړه نه شي نمانځلی.
نن سبا د خوست امن د افغانستان په کچه بیلګه ییز دی او لدې سربیره د دې سیمې طبعي اب و هوا، په ګرمیو کې بارانونه، ودانیز پرمختګ، شنې ورشوګانې، ښایسته ځنګلونه او تفریح ځایونه يې د هر لیدونکي لپاره جالب دي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي مشال راډیو ته وویل د ټولګټو چارو وزیر ورسره ژمنه کړې چې له اسعداباد څخه دنورستان تر بریده به ورته ۶۵ کیلو میټره سړک په اساسي ډول ترمیم او ورغوي.
غني وویل، ((موږ د افغانستان په داخل کې د هیليکاپټرو ترمیم تاسیساتو ایجاد ته ارزښت ورکوو.)) ده زیاته کړه چې که په دې برخه کې ((کومه طرخه لري)) نو کابل ته دې وسپاري.
د ولسمشر دفتر په خپله ووبپاڼه د ولسمشر غني مکمله وينا خپره کړيده چې پکې نوموړي ويلي، په افغانستان کې د امن راوستو لپاره د نورو هېوادونو مرسته ترلاسه ده، خو پاکستان اوس هم د ښو او بدو ترهګرو په پاليسۍ ولاړ پاتې دی.
د پولېنډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو د غړيو هیوادونو د دوه ورځنۍ سرمشریزې پر مهال نن د شنبې په ورځ د افغانستان پر حالاتو ځانګړې بحث پيلوي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پولېنډ پلازمېنې وارسا ته د سفر په دویمه ورځ له غرمې مخکې د اذربایجان له ولسمشر الهام عليوف سره وکتل.
د یادې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون وايي چې د سولې شورا به له کوچني اختر وروسته خپلې چارې له همدغه ستراتیژۍ سره همغږې کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته