د ده په وینا، یوه رجسټر شوې کورنۍ چې پکې شپږ غړي وي به ۲۱۰۰ ډالره تر لاسه کوي او ورته به له ۳۰ څخه تر ۷۰ ډالرو پورې د سفري لګښت په توګه هم ورکول کېږي.
ننګرهار د افغانستان د هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې اکثره کلیو کې یې د دولت ضد وسله وال شتون لری چې له امله يې خلک خپلې دودیزې مېلې څنګه چې ښايي هغه شان سره په ډاډه زړه نه شي نمانځلی.
نن سبا د خوست امن د افغانستان په کچه بیلګه ییز دی او لدې سربیره د دې سیمې طبعي اب و هوا، په ګرمیو کې بارانونه، ودانیز پرمختګ، شنې ورشوګانې، ښایسته ځنګلونه او تفریح ځایونه يې د هر لیدونکي لپاره جالب دي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي مشال راډیو ته وویل د ټولګټو چارو وزیر ورسره ژمنه کړې چې له اسعداباد څخه دنورستان تر بریده به ورته ۶۵ کیلو میټره سړک په اساسي ډول ترمیم او ورغوي.
غني وویل، ((موږ د افغانستان په داخل کې د هیليکاپټرو ترمیم تاسیساتو ایجاد ته ارزښت ورکوو.)) ده زیاته کړه چې که په دې برخه کې ((کومه طرخه لري)) نو کابل ته دې وسپاري.
د ولسمشر دفتر په خپله ووبپاڼه د ولسمشر غني مکمله وينا خپره کړيده چې پکې نوموړي ويلي، په افغانستان کې د امن راوستو لپاره د نورو هېوادونو مرسته ترلاسه ده، خو پاکستان اوس هم د ښو او بدو ترهګرو په پاليسۍ ولاړ پاتې دی.
د پولېنډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو د غړيو هیوادونو د دوه ورځنۍ سرمشریزې پر مهال نن د شنبې په ورځ د افغانستان پر حالاتو ځانګړې بحث پيلوي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پولېنډ پلازمېنې وارسا ته د سفر په دویمه ورځ له غرمې مخکې د اذربایجان له ولسمشر الهام عليوف سره وکتل.
د یادې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون وايي چې د سولې شورا به له کوچني اختر وروسته خپلې چارې له همدغه ستراتیژۍ سره همغږې کړي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چارلس کلیفلینډ تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، ناټو به له افغان ځواکونو سره ژمنې وکړي، خو ماموریت یې ښايي بدل نشي.
بلخ ولایت کې د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په آمو سیند کې د ازبکستاني جنګي کښتیو نظامي ګزمې زیاتې شوي او ازبک سرحدي سرتيري د افغانستان په قلمرو کې دننه ځوانان نیستي او بیایي زنداني کوي.
اوباما وویل، د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو دوه اډې چې په جلال اباد او کندهار کې دي، به هم پر ځمکه او هم د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي. کندهار له څو کلونو راهیسې د ناامنیو ښکار دی او د شاوخو دوو کلونو راهیسې په ننګرهار کې
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته