پېښور: په پنجشنبه د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د پښتونخواوزیر اعلا پروېز خټک او د صوبې له نورو لوړپوړیو امنیتي او انتظامي چارواکو سره په ملاقات کې د افغان کډوالو د ستونزو او په سیمه کې د امنیتي صورتحال په اړه خبرې کړې دي.
د لوګر یو شمېر ځوان ورزشکاران وايي چې په یاد ولایت کې د کریکټ مینه وال ډېر دي ، خو د لوبو لپاره اساسي او معیاري لوبغالی نلري، نو دوی اړ دي چې ډېر کله د تمرینونو لپاره کابل، خوست او یا جلال اباد ته ولاړ شي.
افغان چارواکي وايي، د برید څېړلو لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی او جدي څېړنې یې پيل کړي دي.
د حکومت په دې فېصله باندې افغان کډوال وايي چې باید حکومت دا نېټه نوره هم وغځوي ځکه چې پاکستان کې مېشت کډوالو که یوا خوا دلته خپلوی کړې نو بل پلو ېې لوی لوی کاروبارونه شورو کړې نو دومره زر یې ستنېدل ممکن نه دي.
د کابل امنیې کومندان ویلي چې د پولیس سربازانو پنځه ګاډی له میدانه وردګ د هېواد پلازمېنې ته پر لار ول چې ځانوژونکی موټر بم برید پرې وشو
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، د هغې موافقې له مخې چې له اسلام اباد سره مخکې لاسلیک شوې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د اقامت کارتونه د ۲۰۱۷ کال تر اخره د اعتبار وړ دي. خو د چارشنبې په ورځ پاکستان د افغان کډوالو د استوګنې کارتونه د روان کال تر پای پورې تمدید کړل.
د سېشنبې په ورځ د خوست ښار د مجاهد څلور لاري څخه تر پروژې پل پورې د دو طرفه جادې د اساسي رغونې کار پیل شو.
په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي کچیرې د ښځو ظرفیت لوړونې او د کاري وړتیاوو لوړولو ته پاملرنه وشي، نو هغوی به په مهمو پریکړو کې او مشورو کې د ونډې اخیستو او ګډون جوګه وګرځي.
اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال د خیبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف مشر، عمران خان سره ملاقات کې غوښتنه کړې چې دغلته مېشته کډوال دې نه ځورول کيږي. نوموړي پرون د هغه سره کتلي دي.
د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت له وفاقي حکوته غوښتي چې د روانې میاشتې تر ۳۰ مې ڼېټې وروسته دې د افغان کډوالو موده نه غځوي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي له افغان حکومت سره د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د دوشنبې په ورځ د خوست ولایت اړوند په غلام خان بندر کې دسرحدي قرنطين د مرکز لپاره د ودانۍ د جوړيدو چارې پيل شوې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته