افغان حکومت نن (سېشنبه) د ترکې ۷۷ په نوم یوه شرکت سره د کجکي د برښنا بند انکشافي تفاهم لیک لاسلیک کړ.
په خوست کې یو شمېر قومي مخورو، دیني عالمانو او روڼ اندو په یاد ولایت کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ځنو موجودو ګواښونو له کبله انديښنه وښوده.
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د هلمند په ملکي او امنیتي ادارو کې به اصلاحات راولي او دغلته به د کجکي بند فعالولو په شمول نورې پروژې عملي کړي.
په ډرون بريد کې بلوچستان کې د افغان طالبانو د مشر تر وژل کېدو وروسته پاکستان اعلان وکړ چې د امنيت ښه ساتلو لپاره به نور هغه افغانان نه ورپريږدي چې وېزه ورسره نه وي. دې کار افغان حکومت او پاکستان کې د ملت پالو ګوندونو سخت غبرګون راوپاراوه.
د لوګر والي ویاند سلیم صالح مشال راډیو ته وویل چې محمد اکرم نجات تر حملې څو شیبې مخکې د لوګر ولایت د استیناف محکمې د ریس په توګه معرفي شوی و.
د خوست قومي مخور، روڼ اندي او اوسیدونکي له افغان حکومت غواړي، چې یو شمېر جادې، سړکونه، ښوونځي، روغتونونه او نور ټولګټي تاسیسات د خدمتګارو تاریخي، علمي، روحاني، ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو په نومونو ونوموي.
کونړ:د افغانستان په کونړ ولایت کې د جګړې له امله په ځاني او مالي توګه اغېزمنو شویو کورنیو ته نغدې مرستې ورکړل شوې دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هند وزیر اعظم نریندرا مودي د شنبې په ورځ د افغانستان په هرات ولایت کې د سلما بند په رسمي توګه پرانیست.
د هند وزیر اعظم نریندرا مودي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په هرات ولایت کې د سلما بند رسماً پرانستو.
کرزی وايي، دا دی یو سل څو کاله وشول چې دا کرښه پر موږ کښل شوې ده خو د دواړو غاړو ولسونو دا منلې نه ده. او ازاد تګ راتګ یې کړی دی.
حضرت عمر زاخیلوال وايي،چي په دې اړه يېد پاکستان پوځ مشر ته لیک استولی دی او له راحیل شریفه یې غوښتي دي چې په سرحدي سیمو کې د ویزې لانجه په خبرو هواره کړي.
یو خوستي وویل، کوم وخت چې په افغانستان کې سوله وه، دلته د هر چا عزت او ژوند خوندي وو، نو د دې لپاره چې په هېواد کې مو کرنه، صنعت او سوداګري پرمختګ وکړي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته