یو این ایچ سي آر ویلي دي چې د ستنیدونکو کډوالو سره به مرسته کوي او د سفر د خرڅ لپاره به هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالره هم ورکوي.
په خوست ښار کې هم هغه پخوانی او ساده دکانداري ورو، ورو خپل ځای د اوسني عصر پرمختللي، عصري، کمپیوټرایز او د کیفیت لرونکو توکو اساسي سوداګری ته پریږدي.
د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ کې د امارت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځبېګاه شپه نښته شوې چې پکې دواړو خواو ته مرک ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ازبکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د تاجکستان ، ترکمانستان او قزاقستان له مشرانو سره لیده کاته وکړل.
د پنجشنبې پر ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د خواوشا ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتنې او ذخیرې لپاره د یو لوی ګدام د جوړولو کار پیل شو.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرېنډي ويلي دي چې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان کوششونه ستایي او اداره به یې د کډوالو ستنېدولپاره سازګاره حالات پيدا کوي او د مسلې هوارولو کوشش به کوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې د هند د شتون او نفوذ په اړه د پاکستان اندېښنه رد کړه.
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي داسې هېڅ نوی شرط نه دی وړاندې شوی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ودروي.
بېګا شپه د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ملي امنیت منسوبینو په یو هینو ګاډي کې بار نژدې نیم زر کیلو ګرامه المونیم نایټریټ نیولي دي.
د ذکر ده چې د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاته کېدو موده د پروسږ کال دسمبر مياشتې په ٣١ نيټه پوره شوې وه خو وزيراعظم نواز شريف دا موده د روانې میاشتې تر دېرشمې (۳۰) نيټې پورې وغځوله.
'نوي شرطونه د ګلبدین حکمتیار له خوا په هغه لیک کې راپورته شوي چې په دا وروستیو کې د اسلامي حزب استازي کریم امین او د حکمتیار زوی حبیب الرحمن ولسمشر غني ته سپارلي دي.'
د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د کندهار ـ هرات د لوی لارې پر سر له درېیو موټرو یو شمېر ولسي کسان کښته کړي چې له ډلې یې ۱۸ تنه له خپل ځان سره وړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته