تر غونډې ورسته د پاکستان خارجه دفتر په خپله ېوه اعلامیه کې ویلي دي چې د خبرو اترو پرمهال دواړو ملکونو د سرحدي معاملات په ښه توګه د هوارولو خواهش وښود او پر دې سلا شول چې وړاندې کړې شوي تجويزونه به خپلو اعلا چارواکیو ته رسوي.
په جهاني کچه، ترکییه د تر ټولو زیاتو کډوالو کوربتوب کوي، چې شمېر یې ۲.۵ میلیونه دی.
ځوان افغان سوک وهونکي هلمند الکوزي په چک جمهوریت کې په خپل وزن کې د سوک وهلو اتلولي وګټله
د پولیسو چارواکي وايي چې له دې شپږو کسانو څخه یې یو شمېر وسلې او نور سامانونه هم نیولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له دفتر خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دواړه لوري به په تورخم کې د پاکستاني لوري له خوا د یو دروازې د جوړولو پر سر د راپوره شوې شخړې او کړکېچ په ګډون د پولې اړوند یو شمېر مسلو په اړه خبرې اترې وکړي.
په داسې حال کې چې په تورخم د ډزبندۍ نه وروسته دا لار د تګ راتګ لپاره پرانستل شوې ده، د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې ترینګلي دي او په تور خم د دروازې د جوړولو یا نه جوړولو معامله لا هواره شوې نه ده.
د خوست د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې دې، د اوبو او برښنا د بندونو په ګډون د ځنو اساسي او اوږد مهالو پروژو تطبیق ته پاملرنه وکړي.
د تورخم لار د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ له پنځو ورځو راهيسې روانو ډزو له کبله بنده شوي وه چې نن خلاصه شوه. پاکستان غوښتل دغلته يوه دروازه جوړه کړي خو افغان سرحدي پوليسو يې مخه ونيوله.
دا لاره پنځه ورځې وړاندې هغه مهال وتړل شوه چې په تورخم کې د پاکستان لخوا د يوې نوې دروازې جوړولو پر سر د اختلاف له امله د دواړو لورو سرحدي ځواکونو تر منځ وسله والې نښتې رامنځ ته شوې.
د نورستان مرکز پارون کې دیني عالمانو د جمعې په ویناو کې د تل په څېر په هېواد کې د روانې تپل شوي او پردۍ جګړې غندنه وکړه.
په اسلام آباد او تورخم کې د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځه تر لیدو کتو وروستو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ځواکونو ترمنځ جګړا درېدلې ده.
د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وایي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر ته یې د اوسنيو معاملاتو هوارولو لپاره اسلام اباد ته د ورتلو بلنه ورکړې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته