د نورستان مرکز پارون کې دیني عالمانو د جمعې په ویناو کې د تل په څېر په هېواد کې د روانې تپل شوي او پردۍ جګړې غندنه وکړه.
په اسلام آباد او تورخم کې د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځه تر لیدو کتو وروستو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ځواکونو ترمنځ جګړا درېدلې ده.
د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وایي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر ته یې د اوسنيو معاملاتو هوارولو لپاره اسلام اباد ته د ورتلو بلنه ورکړې ده.
'د پښتنو ملتپالو ګوندونو رول به دا وي، پاکستان ته ووايي، له خپلو دغو کیسو واوړه، ته د افغانستان په خاوره کې مه دروازې جوړوه. مه خندقې باسه او مه لاسوهنه کوه. نو بیا د افغانستان او پاکستان تعلق ښه کېدلای شي.'
د ناټو عمومي منشي دا هم وویل چه په افغانستان کې به د ناټو ځواکونو کچه شمېر تر راتلونکې کاله نه کموي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ملي امنیت منسوبینو لخوا د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې د وسلوالو غلاوو، لار شوکوونو، ماین اېښودلو او سړي تښتونو د جرمونو په تور ۱۲ کسان نیول شوي دي.
له پاکستاني چارواکو سره په پرونيو خبرو کې پر دې سلا وشوه چې تر هغو چې د خبرو اترو له لارې اوسنۍ لانجه نه وي هواره شوې، پر دروازه به کار درول کيږي
د دواړو خواو کاروباریان او سوداګران دا هم وایي له روانو حالاتو سره د دواړو خواوو مزدورکاروژوند هم سخت متاثره کیږي.
د چارشنبې پر مازیګر له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، له پاکستانیو واکدارانو سره د ده ملاقاتونه ((مثبت)) ول او دا چې دا لیدنې ((نتیجه باید ورکړي مګر لا تر اوسه نتیجه نه لرو خو هغه فضا مو له [کړکېچه] یو څه اندازه راښکته)) کړې ده.
بېګا شپه امنیتي ځواکونو په لواړګي کې په لاوډ سپیکرونو اعلانونه کول چې د شپې مهال دې د کورونو بتۍ بند وساتي او بهر دې نه راوځي.
تورخم کې د پاکستاني پوځيانو له خوا د يوې دروازې د جوړولو پر سر، بيګانۍ نښته کې د پاکستان دوه نور پوځيان زخمي شوي دي. افغان چارواکي وايي له دريو ورځو راهيسې هغه نښتو کې چې ودريږي او کله بيل پيل شي د دوی دوه سرتيري وژل شوي دي.
خوستیانو وویل، د افغانستان خلک او حکومت له خپلو ګاونډیانو سره ښه سلوک او دوستانه مناسبات غواړي او له خپلو ګاونډیانو هم د ورته چلند غوښتنه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته