پښتانه ملتپال ګوندونه وايي، د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید پر تورخم دروازه د خلکو تګ راتګ اسان کړي.
یو افغان کډوال وايي، د کوهات ضلعي انتظامیې له لاسه لکه د غلو ژوند تېروو، کله ترې یوا خوا تښته او کله بل خوا، بس همدا راته وایي چې وروره دلته کارونه بند کړئ
د لوګر والي محمد حليم فدايي له ازادۍ راډيو سره د ټليفون پر کرښه وويل، چې دوی د پېښې قربانيانو له کورنۍ سره په تماس کې دي او په سيمه کې لا هم پلټنې روانې دي
بېګا یکشبنه د تورخم پر دروازه د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ له وسله والې نښتې دواړو خواوو ته ځاني زیان اوښتی دی.
د ملي پیوستون د برنامې مسوولین وايي، چې په دې کې سیمه وال په خپله سیمه کې په ویالو، کاریزونو، لارواو نورو ټولنیزو کارونو کې برخه اخلي او له دې لارې یوه اندازه پیسې لاسته راوړي.
د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یو غږیز پیغام کې د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره بیعت اعلان کړی دی.
د افغان حکومت له اړخه دا څرګندونې تر هغه وروسته مخې ته راغلې دي چې د پاکستان پوځ له امريکا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د پاکستانيو طالبانود مشر پر ضد عمليات وکړي.
په دې وروستیو کې د خوست ګرمۍ او د تفریح سره د ځوانانو لیوالتیا یو شمېر خلک هڅولي چې په ښار او ښار ته په نږدې ولسوالیو کې په پاخه او اساسي ډول د لامبو وهلو لپاره د اوبو حوضونه جوړ کړي.
د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د پنجشنبې څرګندونو په ځواب کې افغان سفیر عمر زاخېلوال مشال راډیو ته وویل، اصلي ستونزه په پاکستانیو ښارونو کې د وسله والو طالبانو مشرانو شتون دی
پکتیکاوالو د روان ښونیز کال په اوږدو کې د نږدې شپاړس میلیونه افغانیو په اندازه د پوهنې له بهیر سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کړې ده.
د خوست د اداري کمپلیکس په سیمه کې د کلیو پراختیا وزرات له پرمختیايي بودجې څخه د ملي پیوستون لپاره نوې دوه پوړیزه وداني د ۱۲عشاریه ۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د پنجشنبې په ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دفاع وزارت هم په یوه بیان کې ویلي د پېښې په تړاو یې د وسله والو طالبانو یوه سرغنه له یوه اندازه وسلو سره نیولې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته