د افغان حکومت له اړخه دا څرګندونې تر هغه وروسته مخې ته راغلې دي چې د پاکستان پوځ له امريکا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د پاکستانيو طالبانود مشر پر ضد عمليات وکړي.
په دې وروستیو کې د خوست ګرمۍ او د تفریح سره د ځوانانو لیوالتیا یو شمېر خلک هڅولي چې په ښار او ښار ته په نږدې ولسوالیو کې په پاخه او اساسي ډول د لامبو وهلو لپاره د اوبو حوضونه جوړ کړي.
د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د پنجشنبې څرګندونو په ځواب کې افغان سفیر عمر زاخېلوال مشال راډیو ته وویل، اصلي ستونزه په پاکستانیو ښارونو کې د وسله والو طالبانو مشرانو شتون دی
پکتیکاوالو د روان ښونیز کال په اوږدو کې د نږدې شپاړس میلیونه افغانیو په اندازه د پوهنې له بهیر سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کړې ده.
د خوست د اداري کمپلیکس په سیمه کې د کلیو پراختیا وزرات له پرمختیايي بودجې څخه د ملي پیوستون لپاره نوې دوه پوړیزه وداني د ۱۲عشاریه ۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د پنجشنبې په ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دفاع وزارت هم په یوه بیان کې ویلي د پېښې په تړاو یې د وسله والو طالبانو یوه سرغنه له یوه اندازه وسلو سره نیولې ده.
کونړیان وايي، د کونړ لوی سیند او د پېج سیند په اوږدو کې داسې په لسګونو ځایونه شته چې بندونه پر جوړېدلای شي او په زرګونه مېګا واټه برېښنا ترې ترلاسه کېدلای شي.
د افغانستان امنیه قومندان ویلي، په دا وروستيو کې بیا بیا وسلوال طالبان د ځمکې او هوا له لارې په نښه کېږي او ځپل کېږي.
افغان حکومت نن (سېشنبه) د ترکې ۷۷ په نوم یوه شرکت سره د کجکي د برښنا بند انکشافي تفاهم لیک لاسلیک کړ.
په خوست کې یو شمېر قومي مخورو، دیني عالمانو او روڼ اندو په یاد ولایت کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ځنو موجودو ګواښونو له کبله انديښنه وښوده.
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د هلمند په ملکي او امنیتي ادارو کې به اصلاحات راولي او دغلته به د کجکي بند فعالولو په شمول نورې پروژې عملي کړي.
په ډرون بريد کې بلوچستان کې د افغان طالبانو د مشر تر وژل کېدو وروسته پاکستان اعلان وکړ چې د امنيت ښه ساتلو لپاره به نور هغه افغانان نه ورپريږدي چې وېزه ورسره نه وي. دې کار افغان حکومت او پاکستان کې د ملت پالو ګوندونو سخت غبرګون راوپاراوه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته