د امريکا د خلکو د پراختیا ادارې USAID په مالي مرسته د ننګرهار د کرنې رياست اړوند د پینځو ولسواليو د ترويج د مديریتونو لپاره د دوی د کاري ظرفیتونو د لوړولو په خاطر لپ ټاپونه، کمپيوټرونه او د انټرنيټ اسانتیاوې ورکړل شوې.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، شپږ وسله وال مخالفین د تروریستي فعالیتونو په جرم په کابل کې اعدام شوي دي.
د یکشنبې په سهار د غزني په مقر ولسوالۍ کې د مسافرو موټر جنګېدلي دي چې له امله يې ۱۴ کسان مړه شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو، ګربزو او ځاځي میدان په ولسوالیو کې به د ملي پیوستون د ساتنې، څارنې او کارموندنې د پروګرام په چوکاټ کې نهه نیم زره کارګرانو ته لنډ مهالي کاري فرصتونه برابر شي.
د لوګر په ولایت کې له بهره هغه نوي راستانه شوي کډوال چې ځايي ادارې ورته د یاد ولایت د خوښۍ په ولسوالۍ کې د کورونو د ابادولو لپاره یوه، یوه نمره ځمکه ورکړې وايي، چې په هغه ښارګوټي کې یو شمېر ځايي خلک ورته د کورونو د ابادولو اجازه نه ورکوي.
د پنجشنبې پر ورځ د خوست ولایت مشرتابه، ولایتي شورا، مدني فعالانو او قومي مشرانو د ولسمشر د دویم مرستال سرور دانش د هغو څرګندونو پر وړاندې جدي غبرګون وښود، چې غواړي لویې پکتیا ته د برښنا د غځونې مسیر بدل کړي.
د ننګرهار ولایتي ادارې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ساینې او ولسي ملاتړ په موخه يوه غونډه رابللې وه چې پر ولایتي ادارې سربيره په کې د ولایتي شورا ګڼ شمېر غړو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.
د لوګر ولایت د ټولګټو چارو ریاست او د ټرافیکو د ادارې مسوولین وايي، چې د کابل-ګردیز د لويې لارې په ۷۵ کیلومتره سړک کې به یو شمېر ټرافیکي نښې او علایم نصب کړي.
په خوست کې د خصوصي سکټور لخوا د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د جلغوزیو د پروسس د فابریکې او مارکیټ د جوړولو کار پیل شو.
مینه پال زیاته کړه چې پاکستان وسله وال طالبان په افغانستان کې جګړې ته هڅوي او په څلور اړخیزو غونډو کې پرخپلو ژمنو عمل نه کوي.
په ننګرهار کې هم د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر د مطبوعاتې نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې ویناووالو په کې هغو ځوانانو ژورنالستانو ته سپارښتنې وکړې چې عملاً په رسنيو کې کار کوي..
د چارشنبې په شپه په خوست کې د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره د خوست او نورو ولایتونو د سلګونو شاعرانو همدارنګه د ادب، هنر او فرهنګ د مینه والو په ګډون جوړه شوه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته