اکبري وایي، په برمته شویو مساپرانو کې یې ۱۳ تنه وژل شوي، چې د نوموړي په خبره یو یې پخوانی محلي پولیس او پاتې نور یې ولسي افغان وګړي ول.
د هلمند په لښکرګاه کې بېګا شپه تر نورو یو څه ارامه وه. ډزې لیرې وې او له ښاره د ډې سي توپ مرمیو ږغونه نه اورېدل کېدل، یوازې په دوو ولسوالیو کې د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو له پاکستانه غوښتي چې د طالبانو مشرانو ځپلو لپاره اقدامات وکړي.
د شنبې او یکشنبې په ورځ په خوست ښار کې موټر چلونکیو د کابل د موټرو اډه د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ اړوند په خلبیسات بازار کې د ګاډو د نوي اډې د جوړولو په اعتراض او مخالفت کې تړلې وه.
د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې مېرمنو د ښار پاکولو کار پیل کړی او دوی په ښاریانو غږ هم وکړ چې د ښار د صفا سوتره ساتلو لپاره دې د دوی ملګرتیا وکړي.
افغان چارواکي وايي ، په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځي عملیاتو له کبله په سلګونه نورې کورنۍ د ډیورنډ کرښې هغې بلې خوا خوست ولایت ته ورکډه شوې دي.
د اووو سترو اقتصادي هېوادونو مشرانو ژمنه کړې چې له افغان حکومت سره به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د اصلاحاتوراوستلو په پروسه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د افغانستان حکومت د طالبانو پر نوي مشر هيبت الله غږ کړی چې د افغانانو له وژنې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.
یاد کانالونه چې خواوشاه درې سوه کیلومتره اوږدوالی لري، د ملي پیوستون پروګرام له لارې ورباندې ۲۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې بشپړې شي.
د امنیې قومنداني د جرمونو څيړنو مشر فریدون عبیدي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان د میدان وردګو ولایت د عدلیې مامورین وو.
وسله والو طالبانو نن په لومړي ځل تاييد کړه چې د دوی مشر ملا اختر محمد منصور د شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې په ډرون بريد کې وژل شوی دی.
له ارګ ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تهران کې د کتنې پر مهال له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې ژمنه کړې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته