له ارګ ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تهران کې د کتنې پر مهال له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې ژمنه کړې ده.
د طالبانو دوو لوړپوړو چارواکو د دوشنبې پر ماښام رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا غونډه د دوشنبې په ورځ شوې چې پکې د ملا اختر محمد منصور تر وژنې وروسته د هغه ځای ناستي ټاکنې په اړه خبرې شوې دي.
دوی د نویو پخیدونکو سړکونو ستونزه دا بولي، چې سړکونه جمپونه لري، سم ندي پاخه شوي، د سړک اوبه نه وځي او په ځنو برخو کې د سړک پر خامو برخو ترکول او قیر اچول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې وسله وال طالبان وځپي.
دلته دوه قومې شورا ګاني شریکې دې ،یوه يي داشټیوې او بله تویک توزیک شورا ده .ددغو شوراګانو شریکه بودجه په دې کانال کې مصرف شوه ،بیا مو ورته اضافي یو اعشاریه څلور ملیونه افغانۍ کومک ورکړي .
د طالبانو مشر ملا اختر منصور له مرګ سره ((موږ د یوه داسې سازمان مشر لرې کړ چې پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو یې د حملو پلانونه جوړول او بریدونه یې کول او د افغانانو پر ضد یې جګړه کوله.))
د مې پر ۲۳مه د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي: د طالبانو مشر ملا اختر منصور له مرګ سره ((موږ د یوه داسې سازمان مشر لرې کړ چې پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو یې د حملو پلانونه جوړول
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وايي د شنبې يا خالي په ورځ په بلوچستان کې د افغان طالبانو پر مشر د امريکا ډرون حمله د پاکستان د خودمختارۍ سرغړونه وه او امريکا يې تر کولو وروسته دی خبر کړ.
افغان طالبانو خپل مشر ملا اختر محمد منصور پر منصب له ټاکل کېدو وروسته، په ډېره کمه موده کې وبایللو. نږدې کال مخکې د ملاعمر د مړینې خبر ښکاره شو او ملامنصور د طالبانو نوی مشر وټاکل شو خو هغه په یو داسې ځای کې د امریکايي بې هوابازه الوتکې لخوا په نښه شو چې د طالبانو لپاره خوندي ګڼل کېږي.
د افغان طالبانو مشر د خالي په ورځ د بلوچستان په دالبندین سیمه کې په یو ډرون برید کې ووژل شو. خو پوښتنه داده چې که د وسله والو ډلو مهم مشران که مړه شي او یا هم ووژل شي نو په وسلوالو بریدونو کې کې کمی راتلی شي او کنه؟
د کويټې يو دولتي روغتون ته د دوو کسانو مړي راوړل شوي چې ويل کيږي يو يې ملا اختر محمد منصور او بل د محمد اعظم په نامه يو سړی دی. د دوی مړي له روغتونه نامعلومو کسانو نامعلومې خوا ته وړي دي.
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران وايي تر هغه چې د دوی په سیمه کې امنیت ټېنګ نشي، هلته د یو حکومت پر ځای څو حکومتونه موجود وي، کورونه او بازارونه يې همداسې وران او ویجاړ وي، نو دوی به خپلو سیمو ته ستانه نشي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته