افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د پیاوړي کېدو په نړیوال سمپوزیم کې د خبرو پرمهال وویل چې افغان حکومت به هېڅکله د ښځو پر حقونو معامله ونه کړي.
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د حکومت او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د خبرو هرکلی وشو. همداراز پرون د ناټو بهرنيوو چارو وزيرانو په غونډه کې اعلان وشو چې دوی به له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ له ۲۰۱۶ کال وروسته هم جاري ساتي.
د جمعې په ورځ د قومي مشرانو په غونډه کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي اکبر ستانکزي له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې د مخالفینو د پخلاینې لپاره د حکومت په
د جمعې په ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډيو ته وویل، چې دوی یادې وسلې تېره ورځ د مخکینیو کشفي مالوماتو له مخې نیولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل چې نن (جمعه) به د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او د هغو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وکړي.
مدنی فعالانو یادې څرګندونې د پنجشبې پر ورځ د خوست د یو سابق لرونکي ښوونکي برکت بدلون چې پنځه لسیزې معلم پاتې شوی او دا مهال ناروغ دی، په لمانځغونډه کې وکړې.
د افغانستان حکومت د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره روغې جوړې ته نږدې شوی خو د افغانستان یو شمېر مېرمنې او ددوی ټولنې وايي حکومت له پکار دي چې د وسله والو ډلو سره د هرې معاملې پر مهال له هغو دا ضمانت وغواړي چې د مېرمنو حقونو ته به پاملرنه کوي
د لوګر چاوراکي وايي، چې د دې روغتون ودانیزې چارې اتیا سلنه بشپړې شوي او د روغتون پاتې کارونه به د څلورو میاشتو په موده کې سرته ورسیږي.
د زابل پولیسو مرستیال مشر غلام جېلاني فراهي ویلي، دا پېښه نن په مرکز کلات کې پر یوه پوسته شوې.
هلته د ازربايي جان ملکي هوايي ادارې د پنجشنبې پر ورځ وویل، په الوتکه کې د عملې نهه کسان سپاره ول چې پکې اووه وژل شوي.
دا مسوده ۳ فصلونه او ۲۵ مادې لري خو هغه مهال به رسمي بڼه خپله کړي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یې لاسلیک کړي.
په جلال اباد کې د ننګرهار چمپين ټورنمنټ په نوم د لسو ټېمونو تر منځ د کريکټ سيالۍ يوه اوونۍ وړاندېپيل شوې وې، چې د سیشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته