د افغانستان حکومت د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره روغې جوړې ته نږدې شوی خو د افغانستان یو شمېر مېرمنې او ددوی ټولنې وايي حکومت له پکار دي چې د وسله والو ډلو سره د هرې معاملې پر مهال له هغو دا ضمانت وغواړي چې د مېرمنو حقونو ته به پاملرنه کوي
د لوګر چاوراکي وايي، چې د دې روغتون ودانیزې چارې اتیا سلنه بشپړې شوي او د روغتون پاتې کارونه به د څلورو میاشتو په موده کې سرته ورسیږي.
د زابل پولیسو مرستیال مشر غلام جېلاني فراهي ویلي، دا پېښه نن په مرکز کلات کې پر یوه پوسته شوې.
هلته د ازربايي جان ملکي هوايي ادارې د پنجشنبې پر ورځ وویل، په الوتکه کې د عملې نهه کسان سپاره ول چې پکې اووه وژل شوي.
دا مسوده ۳ فصلونه او ۲۵ مادې لري خو هغه مهال به رسمي بڼه خپله کړي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یې لاسلیک کړي.
په جلال اباد کې د ننګرهار چمپين ټورنمنټ په نوم د لسو ټېمونو تر منځ د کريکټ سيالۍ يوه اوونۍ وړاندېپيل شوې وې، چې د سیشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وايي، چې د افغانستان هغو ټولو سیمو ته، چې اوسیدونکي يې تر اوسه له اساسي روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې شوي، هغوی ته د معیاري خدمتونو د رسولو په هڅه کې دي.
د بیلجیم په پلازمېڼه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له افغان ځواکونو سره د مرستې مسله څيړل کیږي.
د ننګرهارچارواکي دعوه کوي چې په خوګياڼو او اچین ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د خپل منځي او امنیتي منسوبینو سره د نښتو په ترڅ کې۲۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي .
په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د څلور هیوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو نن چارشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر سره کېږي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې نن د سې شنبې په ورځ د ورځې په یوولسو بجو په یوه مهال په ښار کې د نجونو د دوو لیسو یو شمېر زده کوونکې مسمومې شوې دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ منسوبينو ۴۵ ميله کلاشینکوفونه او تفنګچې د ډاياګ یا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته