په جلال اباد کې د ننګرهار چمپين ټورنمنټ په نوم د لسو ټېمونو تر منځ د کريکټ سيالۍ يوه اوونۍ وړاندېپيل شوې وې، چې د سیشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وايي، چې د افغانستان هغو ټولو سیمو ته، چې اوسیدونکي يې تر اوسه له اساسي روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې شوي، هغوی ته د معیاري خدمتونو د رسولو په هڅه کې دي.
د بیلجیم په پلازمېڼه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له افغان ځواکونو سره د مرستې مسله څيړل کیږي.
د ننګرهارچارواکي دعوه کوي چې په خوګياڼو او اچین ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د خپل منځي او امنیتي منسوبینو سره د نښتو په ترڅ کې۲۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي .
په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د څلور هیوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو نن چارشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر سره کېږي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې نن د سې شنبې په ورځ د ورځې په یوولسو بجو په یوه مهال په ښار کې د نجونو د دوو لیسو یو شمېر زده کوونکې مسمومې شوې دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ منسوبينو ۴۵ ميله کلاشینکوفونه او تفنګچې د ډاياګ یا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې.
افغان حکومت وايي، د افغانستان سولې عمل په اړه د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له کېدونکې څلور اړخېزي غونډې دا تمه نلرې چې طالبان به د خبرو مېز ته راولي.
پاکستاني چارواکي وایي ، اسلام اباد به د مې پر ۱۸مه نېټه د افغانستان د سولې په اړه د څلورو اړخیزو خبرو اترو کوربه وي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فعالان وايي، چې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې يې له موکلینو سره د اړوندو ولایتونو د وکیلانو د ګډو ناستو برنامه تر لاس لاندې نیولې ده.
د خوست د تڼیو د بنده خېلو د غرنۍ سیمې اوسیدونکي وايي، چې د حکومت له نظره لویدلي دي او په تېرو پنځلسو کلونو کې نه یواځې دا چې ورته هېڅ ډول پرمختیايي کار ندی شوی، بلکې د حکومت یو چارواکي هم هغه سیمې ته سر ندی ور ښکاره کړی.
دا بیان پر داسې وخت خپور شوی چې د دوشنبې پر ورځ د کابل ښار ګڼو اوسېدونکو له ترکمنستان څخه د برېښنا مزو له بامیانه د تېرولو غوښتنې لپاره مظاهرې پیل کړې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته