افغان حکومت د پاکستان پخواني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ازاد شوی زوی نن په کابل کې د پاکستان سفیر ته وسپاره.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د للمي او وچو ځمکو د ابادولو لپاره د اوبو د کانالونو، ویالو او سربندونو اړتیا تر ټولو ډېره ده.
د ننګرهار د سرحدي پوليسو چارواکي وايي چې د تورخم په ښارګوټي کې په يوه ټرک کې بار لس زره کیلو ګرامه امونيم نایټريټ له دوه تنو پاکستاني وګړوسره نيولې ده.
د کونړ اوسیدونکي وايي په قصاص کې د خلکو د ژوند ضمانت شوی اوباید چې حکومت نورو مجرمینو ته سزا ورکړي
د خوست د ولایتي شورا غړي، د بېلابېلو ټولنیزو سازمانونو او شوراګانو غړي او قومي مشران وايي، کچیرې د توتاپ پروژې د مسیر د بدلولو پریکړه وشي، نو خوستيان به د ارګ مخې ته خیمې ووهي، په لویو لاریونونو به لاس پورې کړي، لارې به بندې کړي او په هيڅ ډول به دا ډول پریکړه قبوله نه کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي، چې د پولیسو د اړتیاوو د بشپړولو لپاره يې هڅې پیل کړي او دوی به د ټولو ولایتونو د پولیسو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره اقدام وکړي.
د جلال اباد ښار د پاکوالي لپاره شل ورځينی کمپایند سیشنبې په ورځ پيل شو. په دغه کمپاين کې د ښاروالي پر منسوبينو سربېره د ښاروالۍد مشورتي شورا غړو، د ګذر وکيلانو، محصلينو، او د پوهنتون استادانو هم برخه اخيستې ده.
د امريکا د خلکو د پراختیا ادارې USAID په مالي مرسته د ننګرهار د کرنې رياست اړوند د پینځو ولسواليو د ترويج د مديریتونو لپاره د دوی د کاري ظرفیتونو د لوړولو په خاطر لپ ټاپونه، کمپيوټرونه او د انټرنيټ اسانتیاوې ورکړل شوې.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، شپږ وسله وال مخالفین د تروریستي فعالیتونو په جرم په کابل کې اعدام شوي دي.
د یکشنبې په سهار د غزني په مقر ولسوالۍ کې د مسافرو موټر جنګېدلي دي چې له امله يې ۱۴ کسان مړه شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو، ګربزو او ځاځي میدان په ولسوالیو کې به د ملي پیوستون د ساتنې، څارنې او کارموندنې د پروګرام په چوکاټ کې نهه نیم زره کارګرانو ته لنډ مهالي کاري فرصتونه برابر شي.
د لوګر په ولایت کې له بهره هغه نوي راستانه شوي کډوال چې ځايي ادارې ورته د یاد ولایت د خوښۍ په ولسوالۍ کې د کورونو د ابادولو لپاره یوه، یوه نمره ځمکه ورکړې وايي، چې په هغه ښارګوټي کې یو شمېر ځايي خلک ورته د کورونو د ابادولو اجازه نه ورکوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته