په شاهي ماڼۍ کې له دمې وروسته د کريکټ ملي ټيم لوبغاړي د چارواکو په بدرګه پلي د جلال اباد ښار فوټبال لوبغالي ته ورغلل،چې په زرګونه تنه د کريکټ مینه وال ورټول شوي ول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د استانبول پروسې د غړو هیوادونو له همکارۍ پرته په افغانستان او سیمه کې د امن ټینګښت ستونزمن دی.
د هرات ولایت چارواکي وايي د هالوټرسټ ماين پاکۍ موسسې ۱۶ برمته شوي کارکونکي خوشې شوي دي. دا کسان څو ورځې وړاندې تښتول شوي وو.
د لوګر ولایت چارواکي وايي د خلکو، مدني ټولنو او د ملکي ادارو د مامورینو په مرسته يې د لوګر د مرکز په لویدیز کې د میرابدال بابا غر په تفریحي سیمه بدلولو لپاره کار پيل کړی دی.
پکتیا: د افغانستان د پکتيا ولایت يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي غوښتنه کوې چې په ځينو لرو پرتو سيمو کې دې ورته د امنيتي وضعيت ښه والي لپاره حکومت امنيتي پوستې جوړې کړي.
سره له دې چې په افغانستان کې کمزوری اقتصاد او په ځانګړي ډول د ځوانانو بیکاري په اساسي ستونزو کې راځي، خو بیا هم افغان حکومت تر ډېره د دې هېواد د معدنونو په راسپړلو او یا د داسو په پروژو پلي کیدو کې، چې هغه اوږدمهاله اقتصادي ارزښت ولري د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
د جمعې په ورځ د خوست سلګونو اوسیدونکو د تېرکال د حمل د ۱۳ مې نیټې د ځانمرګي برید پېښه، چې تر اتیاوو ډېرو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، په کلکه وغندله.
د پنجشنبې د شپې له تازه بندیزونو سره سم، څلور کسان او دوه ډلې د امریکا مالیې وزارت د نړیوالو ترهګرو په لېسټ کې ورشامل کړل شوي دي.
د پنجشنبې پر ورځ اسوشي اېټډ پرېس اژانس د طالبانو په حواله خبر ورکړ چې ذاکر ژمنه کړې، ژر به د منصور له ډلې سره یو ځای شي.
پاکستان د افغانستان استخباراتي ادارې مشر دا خبره رد کړې چې ګواکې ای اېس ای په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم مشال راډیو ته وویل، ((په ټوله جګړه کې تقریباً ۱۶ مخالفین وژل شوي او ۲۵ ژوبل دي.))
د شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې یا نهې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې اړه په یوه غونډه کې وروستۍ پرېکړه کوي:
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته