د پنجشنبې پر ورځ د خوست زرګونو اوسیدونکو په یوه غونډه کې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد ساتونکي او د خلکو د امن تامینوونکي وبلل او یادو ځواکونو سره يې خپل پراخ ملاتړ په ډاګه کړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي ده او حکومت یې تل د وسله والو ډلو سره د سولې د لارې د پرمختګ هڅه کړې، خو هغو تل د ولسي کسانو وژنې ته دوام ورکړی.
د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې يې د ښځو د د ستونزو د اوریدلو او د اړوندو ادارو او مرسته کوونکو موسسو سره يې د شریکولو په موخه د ښځو د شوراګانو جوړول پیل کړي دي.
د خوست ولایت چارواکو له ځايي خلکو او قومونو وغوښتل، چې په یاد ولایت کې د سږني کال د امن د خوندیتوب لپاره د افغان امنیتي ځواکونو سره کلکه همکاري وکړي.
د خوست ولایت په اتو بیلابیلو ولسوالیو کې د ملي پیوستون د پروګرام په چوکاټ کې د نږدې ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۲ پروژې له بشپړیدو وروسته پرانیستل شوې.
په کابل کې نن يو ځانمرګی بريد شوی چې د چارواکو په خبره اکثره قربانيان يې ولسي وګړي دي. طالبانو د حملې زمه واري منلې ده او وايي د بريد هدف د استخباراتي ادارې يو دفتر وو.
په کابل کې نن يو ځانمرګی بريد شوی چې د چارواکو په خبره لا تر اوسه پکې د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته. طالبانو ويلي د بريد هدف د استخباراتي ادارې يو دفتر وو.
یو شمېر کارپوهان وايي چې حزب اسلامي د جهاد په کلونو کې د افغانستان په سیاست کې پياوړی رول درلود او اوس هم د افغانستان په وضعیت خپل تاثیرات درلودلای شي.
په روان کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ اته کېسونه رجسټر شوي چې پکې څلور په خېبر پښتونخوا، یو په بلوچستان او درې په سند صوبه کې مخې ته راغلي
د ننګرهار والي د يو شمېر مسوولینو سره په ګډه د جلال اباد ښار پلي دوره وکړه او مسوولينو ته يې جدي سپارښتنه وکړه چې په ښار کې دننه غير قانوني اډې له منځه يوسي او پلي لارې د دوکاندارانو له قبضو څخه خلاصې کړي.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی اتمر به له لوړ پوړو چنايي چارواکو سره د افغانستان د سولې او دغه راز د دواړه اخیزو امنیتي، دفاعي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندویه دفتر یوناما په تازه راپور کې ویلي شوې دي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درېوو میاشتو کې په افغانستان کې ۶۰۰ عام وګړي وژل شوي او ۱۳۴۳ نور زخمیان شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته