د ننګرهار والي د يو شمېر مسوولینو سره په ګډه د جلال اباد ښار پلي دوره وکړه او مسوولينو ته يې جدي سپارښتنه وکړه چې په ښار کې دننه غير قانوني اډې له منځه يوسي او پلي لارې د دوکاندارانو له قبضو څخه خلاصې کړي.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی اتمر به له لوړ پوړو چنايي چارواکو سره د افغانستان د سولې او دغه راز د دواړه اخیزو امنیتي، دفاعي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندویه دفتر یوناما په تازه راپور کې ویلي شوې دي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درېوو میاشتو کې په افغانستان کې ۶۰۰ عام وګړي وژل شوي او ۱۳۴۳ نور زخمیان شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د لوبډلې روزونکي انضمام الحق ورته استعفا وړاندې کړي ده.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په شرطونو به هغه وخت غور وکړي چې غړي یې وسله پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
د خوست مدني فعالان، قومي مخور او روڼ اندي له افغان حکومت غواړي، چې د هوايي ډګر د پروژې دریدلي کارونه بېرته پیل کړي.
د لوګر عامه کتابتون چې پدې وروستیو کې ورته نوې او مجهزې وداني جوړه شوې، د نجونو او هلکانو لپاره د ریسرچ، څېړنې، د مالوماتو د راغونډولو او مطالعې په غني سرچینو کې حسابیږي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون د دولت ۹ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي .
زري به له ګڼو خلکو سره مرکې کوي، او د ښځو پر روزګار،د هغوی پر بااختیاره کولو، د ماشومانو نجونو د تعلیم پر ارزښت، بدني روغتیا (جسماني صحت) او د لوبو پر اهمیت هم خبرې کوي.
د خوست ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې ۵۶ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي کې په بیدیاوو کې زده کړې کوي.
د افغانستان سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون هیله څرګنده کړه چې له سولې سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، د اسلامي حزب یو ځای کیدل ښايي د حکومت نورې مخالفې وسله والې ډلې هم سولې ته وهڅوي.
د ننګرهار دیني عالمانو او د جوماتونو ملا امانو د يوې غونډې په تر سره کولو سره پريکړه وکړه چې د د ممبرونو له لارې به ولس د دولت ملاتړ ته رابولي. په دغه غونډه کې په جلال اباد ښار سربېره د ولسواليو د جوماتونو ملا امامانو هم برخه لرله.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته