زري به له ګڼو خلکو سره مرکې کوي، او د ښځو پر روزګار،د هغوی پر بااختیاره کولو، د ماشومانو نجونو د تعلیم پر ارزښت، بدني روغتیا (جسماني صحت) او د لوبو پر اهمیت هم خبرې کوي.
د خوست ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې ۵۶ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي کې په بیدیاوو کې زده کړې کوي.
د افغانستان سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون هیله څرګنده کړه چې له سولې سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، د اسلامي حزب یو ځای کیدل ښايي د حکومت نورې مخالفې وسله والې ډلې هم سولې ته وهڅوي.
د ننګرهار دیني عالمانو او د جوماتونو ملا امانو د يوې غونډې په تر سره کولو سره پريکړه وکړه چې د د ممبرونو له لارې به ولس د دولت ملاتړ ته رابولي. په دغه غونډه کې په جلال اباد ښار سربېره د ولسواليو د جوماتونو ملا امامانو هم برخه لرله.
خوست والي حکم خان حبیبي وايي، هغه مدني ټولنې چې ملي ګټو ته په پام فعالیتونه کوي، د دوی غېږ ورته خلاصه ده
د کونړ په سرکاڼو واو مروره ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له سهاره جګړه نښتې چې دواړه خواوې یو بل ته د تلفاتو اړولو دعوې کوې.
د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې د سې شنبې پر ورځ د یاد ولایت امنیتي ځواکونو د مرکز اړوند د التمور په سیمه کې بهر ته د ګران بیه قیمتي کاڼو د قاچاقو مخه نیولې او په تور يې دوه کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانې په چوکاټ کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مديريت ۲۱ ټنه بېلابېل نشه يي توکي وسوزول.
په جلال اباد کې اهل هنودو د ویساک ۳۱۸ مه کليزه د يو لړ مراسمو په تر سره کولو سره ونمانځله.چې پر سيکانو سربيره په کې د ننګرهار لوړ پوړو چارواکو او د جلال اباد ښار ګڼ شمير اوسيدونکي ګډون کړی و.
"لښکرګاه به سقوط ونه کړي. د طالبانو لاس ته نه غورځیږي. که سقوط وکړې دې که هېڅ شک نه شته چې زه به استعفا ورکړم. خو سقوط نه کوي."
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو ته وويل، چې په دغه پېښه کې ۱۲ تنه سرتېري وژل شوي او ۳۸ تنه نور يې ټپیان شوي دي.
د اسيا ترقياتي بينک تر څنګ افغان او پاکستاني چارواکي هم د تاپي په نامه هغه ګيس پايپ لاين پروژې پېلولو ته په تمه او خوشاله دي چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته ګيس ورکوي. ټولو خواوو دا پروژه د انرژۍ د ضرورتونو لپاره مهمه بللې ده خو آيا روانو بې امنيوو ته په کتو سره به عملي شي؟
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته