په جلال اباد کې اهل هنودو د ویساک ۳۱۸ مه کليزه د يو لړ مراسمو په تر سره کولو سره ونمانځله.چې پر سيکانو سربيره په کې د ننګرهار لوړ پوړو چارواکو او د جلال اباد ښار ګڼ شمير اوسيدونکي ګډون کړی و.
"لښکرګاه به سقوط ونه کړي. د طالبانو لاس ته نه غورځیږي. که سقوط وکړې دې که هېڅ شک نه شته چې زه به استعفا ورکړم. خو سقوط نه کوي."
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو ته وويل، چې په دغه پېښه کې ۱۲ تنه سرتېري وژل شوي او ۳۸ تنه نور يې ټپیان شوي دي.
د اسيا ترقياتي بينک تر څنګ افغان او پاکستاني چارواکي هم د تاپي په نامه هغه ګيس پايپ لاين پروژې پېلولو ته په تمه او خوشاله دي چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته ګيس ورکوي. ټولو خواوو دا پروژه د انرژۍ د ضرورتونو لپاره مهمه بللې ده خو آيا روانو بې امنيوو ته په کتو سره به عملي شي؟
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شکرې د ناروغۍ له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې د افغانستان په ګډون دا ناروغي په نړۍ کې د پراختیا په حال کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته رارسیدلی او له افغان چارواکو سره یې د ملاقاتونو لړۍ پیل کړې ده.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو اترو په اړه د څلور اړخیزو غونډو د بیا پيل دقیقه نېټه او اجندا به وټاکل شي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د محمدامین په نوم یو سپین ږیری، چې یوه اونۍ وړاندې د نامالومو کسانو لخوا د خوست له ښاره په یوه پلمه او دوکه د موسی خپلو ولسوالۍ اړوند د انځرکي سیمې ته تښتول شوی د پولیسو په عملیاتو کې د اختطافګرو له منګولو وژغورل شو.
د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزیر سیدسعادت منصور نادري وايي، چې یاد وزارت به ډېر ژر د خوست ښار غیر پلاني سیمې پلاني سیمو کې شاملې کړي تر څو د یاد ښار اساسي پراختیا ته لاره هواره شي.
د ملی ثبات ټولنې په جلال اباد کې دفتر پرانیست او د قومي مشرانو، مدني فعالانو او د ولایتي شورا له يو شمېر استازو يې يوه شورا جوړه کړه چې په ننګرهار کې بهد غونډو په جوړولو سره خلکو ته د سولې او ثبات په اړه پوهاوی ورکوي.
د لوګر شورا غړي وايي، که ځمکې دولتي ملکیت وي، نو باید په اړه یې د درېګونیو محکمو حکم موجود وي، له هغې پرته د خلکو د کورونو ورانول او دوی ته تکلیف رسول د قانون او عدالت خلاف عمل بلل کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، هغې الوتکې ته به په کابل کې د کېناستو اجازه ورنه کړي چې له اروپا څخه په کې په زوره یا ان داوطلب افغان کډوال راوستل شوي وي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته