جنرال لویډ اسټین وايي، نړېوالو تر دې وروسته چې افغان ځواکونو ته امنیتي مسوولیت وسپاره، له افغان چارواکو سره له نژدې همکاري پيل کړه او اړیکي خورا پیاوړي دي.
په لوګر کې د پوهنې ریاست لپاره نوې څلور پوړیزه وداني د یو کال په موده کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او نن د پنجشنبې پر ورځ پرانیستل شوه.
د شمالي وزیرستان ملک غلام خان وايي چې د متاثرینو بحالۍ لپاره رالېږلې بهرنۍ پیسې که په دوی ولګېږي نو ژوند به يې داسې نه وو.
د ننګرهار چارواکي وايي ، د دوی امیتي ځواکونه له يوه ساعت نه کم وخت کې په دې وتوانېدل چې په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ پينځه تنه بريد کوونکي ووژني.
افغان دولت وایي په نژدې راتلونکې کې به د ټاپي پروژې په ګډون د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د نورو ټولو اقتصادي پروژو د امنیت خوندیتوب په اړه خپله پالیسي له هغه هېواده سره شریکه کړي.
'پاکستان پر افغان طالبانو څه نا څه نفوذ ځکه لري چې د هغوی مشران په هغه هېواد کې دي، هلته طبي اسانتياوې کاروي او کورنۍ يې مېشته دي.'
نن د سې شنبې پر ورځ د لوګر-کابل د دویم لاین د نوي سړک د اولې برخې د جوړولو چارې، چې ۲۱ کیلومرته اوږدوالۍ لري پیل شوې، په یاد سړک چې نږدې شپږ سوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي، ودانیزې چارې به يې د اتلسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یوه پولیس څلور ملګري وژلي او خپله له طالبانو سره یوځای شوی دی.
روسیه وايي د افغانستان د امنیتي ځواکونو پياوړي کولو لپاره به له دې هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
که څه هم دې وروستيوو کې افغان طالبانو ويلي وو چې تر اوسه پورې اسلام اباد کې له هغو مذاکراتو خبر نه دي چې تېره مياشت پرې کابل کې په څلور اړخېزه غونډه کې فیصله شوې وه، خو افغان چارواکي وايي چې د طالبانو سره به مذاکرات کيږي اوغواړي چې پکې واک لرونکي طالبان ګډون وکړي.
جنرال فن فیګوی وویل، هېواد به یې پر انکشافي او اقتصادي همکاریو سربېره د افغانستان له حکومت سره په نظامي برخو کې د ۴۸۰ ملیون چینایي ین په ارزښت مرسته وکړي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند ظفر هاشمي وايي افغان حکومت د سولې او پخلاينې د بريا لپاره ټينګه اراده لري.دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې روانه اونۍ د سولې مخامخ خبرې پيل شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته