د شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې یا نهې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې اړه په یوه غونډه کې وروستۍ پرېکړه کوي:
پاکستاني چارواکي په لاهور ښار کې د وروستي تروریستي برید تر شا د لاس لرونکیو ډلو خلاف د عملیاتو کولو هوډ ښکاره کوي. د پاکستان وزیراعظم نوازشریف وايي د هیواد امنیتي ځواکونه به د پېښې د عاملینو د نخښه کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د ملي شورا امنیتي مسوولین وایې چې د دوشنبې پر سهار یو توغندی د شورا د ودانۍ په یوه څنډه او دوه نور د ملي شورا شاوخوا لګیدلي دي.
د هند په ناګپور کې، د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د مارچ په ۲۷ مه د کرکټ خوندوره لوبه ترسره شوه. که څه هم د دواړو ټیمونو پرتله کول ناشوني دي ځکه چې ویسټ انډیز په روان جام کې خپلې ټولې لوبې ګټلې او افغانستان بایللي خو بیا هم افغان لوبډلې ښه لوبه وکړه.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي، اروپایي هیوادونه دې ته چمتو شوي چې افغان کډوال به په زوره له خپلو هیوادونو نه باسي.
په ننګرهار کې ۵۳ تنو وسله والو له مخالفت نه لاس واخيست او د یکشنبې په ورځ د خپلو سپکو او درنو وسلو سره د سولې له بهير سره يو ځای شول.
په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي،چې یادو ځواکونو د جمعې په ورځ د خوست-ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې په یو باروړونکي ګاډي کې شپږ پاکستاني وګړي نیولي، چې دوې ښځې هم په کې دي.
په ننګرهار کې د نارنج ګل روایتي مېله او مشاعره د تېرې جمعې په ورځ تر سره شوه چې د افغانستان د يو شمېر ولايتونو پر شاعرانو او فرهنګيانو سربېره په کې له خيبر پښتونخوا څخه هم يو شمېر شاعرانو ګډون کړی و.
د لوګریانو یوه افغانۍ به دریو، څلورو کلونو کې د دغه ولایت د ښوونځیو ودانیو ستونزه هواره کړي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي هغه بهرنيان چې د داعش ډلې ته د ورتګ په تور نیول شوي په دې کې د سیمې د مختلفو هيوادونو اتباع دي
دیني عالمان له شرعي دلیل پرته انسان وژنه، تاوتریخوالی او ځانوژنه ناروا کړنې بولي او هغه غندي.
د چارواکو په وینا نیول شویو کسانو په عمده او پرچون ډول نشه يي توکي خرڅول او پولیسو له دوی څخه یوه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته