د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې به سږ کال ۵۴ زره تنه ماشومان او تنکي ځلمیان ښوونځیو او دوه زره ځوانان هم د نیمه لوړو او مسلکي زده کړو مرکزونو ته جذب شي.
د نوي کال په رارسیدو سره خوستوالو هم پسرلنۍ میلې پیل کړې، د کال په اوله، دویمه او درېیمه ورځ د خوست ډلې ډلې ځوانان باغونو، دښتو، غرونو او زیارتونو ته ولاړل، میلې او ثباتونه يې جوړ کړل.
په ننګرهار کې يوې خصوصي تعليمي موسسې، په دویمه دوره کې د بېلابېلو پوهنځيو څخه ۱۰۰۰ تنه ځوانان فارغ کړل.
په دغو مراسمو کې د کرنې ریاست اړوند زراعتي وسایل او توليداتي توکي د يوه نندارتون په توګه وښودل شول.
د سولې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي، یو شمېر افغان چارواکي باید د سولې په اړه د خلکو تر منځ د بدبینۍ پر ځای خوشبیني پيدا کړي.
افغانستان د جنوبي افریقا پر وړاندې لوبه بایلله خو زړونه یې وګټل. افغانستان ته د بریا لپاره ۲۱۰ منډې کول وو او دوی په شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په تاوان ۱۷۲ منډې وکړې
اشرف غني د نو روز په مناسبت جوړې شوې غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې موجوده حکومت تیرکال په زیاتو برخو کې ستونزې لرلې خو افغان ولس به په نوي لمریز کال کې د پام وړ پرمختګونه وویني. نوموړي زیاته کړه:
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ کې د حزب اسلامي سره د سولې خبرې به طالبان هم په دې پروسه کې شاملیدو ته وهڅوي.
چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې لس تنه بهرني وګړي نيول شوي دي. چارواکي وايي دغو بهرنيو وګړو غوښتل چې په نيږدې ورځو کې د داعش وسله والې ډلې سره يو ځای شي خو د ملي امنيت افسرانو د جاسوسي معلوماتو په بنياد ونيول.
د پېښور په افغان کونسلګرۍ کي د نوروز جشن د لمانځنې پر مهال ګډونوالو شعرونه هم وويل او سندرې هم وويل شوې. سياستوالو پکې له جګړې څخه د کرکې او امنيتي حالاتو د ښه کېدو په هيله تقريرونه وکړل او د ترهګرۍ سره په شريکه مبارزه ټينګار وشو.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي په تېرو دولسو مياشتو کې يې خوا او شا دوه زره وسله وال وژلي دي. چارواکي وايي چې په دې وروستيوو کې يې د داعش وسله والې ډلې خلاف عملياتو ته ډېر زور ورکړی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته