ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، ستاسو سم معلومات د هرې مرمۍ قوت سل چنده زیاتوي او که معلومات نیمګړي وي د یوې پرځای سل مرمۍ بې ځایه مصرفېږي.
د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د جمعې په شپه يې یو دوولس کلن هلک د تښتونکو یا اختطافګرو له منګولو خلاص کړی دی.
د افغانستان د ملي ثبات د بهیر چارواکي له افغان حکومت غواړي، چې د سولې روانه پروسه چټکه کړي.
ضیاءالحق امرخېل وویل، چې د هېواد د سولې او ټیکاو لپاره باید ټول قومونه یو بل ته لاس ورکړي، ځکه یو شمېر مشخصو کړیو پر قومونو معاملې کړي، خو ولس محروم او مظلوم پاتې شوی دی
د چارشنبې په شپه چې افغانستان له سکاټلينډ نه د کريکټ لوبه وګټله نو په جلال اباد ښار کې دغه خوشالي په ډزو ونمانځل شوه چې په يوې هواي ګولۍ باندې يو تن نهه کلن ماشوم ولګيده او په حق ورسيدو.
"موږ نه د ډیورنډ کرښه منو، نه د دوی دا مخته راتګ. موږ دا مکلفیت لرو د افغانستان پوځ باید باالمقابل عکس العمل وښيي."
د افغانستان د هلمند ولایت امنېتي چارواکي وايي چې د ګرشک ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله والوپه برید کې درې تنه برید کوونکي وژل شوي او درې نور لاهم د افغان ځواکونو په وړاندې مقاومت کوي.
د افغانستان کرکټ ټېم د نړيوال شل اووریز کپ خپله لومړۍ لوبه د محمد شهزاد د تېز بيټينګ په مټ وګټله. سکاټ لینډ ونه شو کړلی چې د افغان لوبډلې د ۱۷۱ هدف پوره کړي. دا شپږم ځل دی چې سکاټ لینډ په شل اووريزو ميچونو کې له افغانستان څخه ماتې خوري.
په خوست کې یو شمېر ښځينه مدني فعالانې که له یوې خوا په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د ښځو په ژوندانه کې ځنو مثبتو پرمختګونو ته خوشبینه دي، خو بیا دې ته انديښمنې دي چې لا هم د ښځو او نجونږ د پام وړ برخه په بیلابیلو ډولونو د تاوتریخوالي قرباني ګرځي.
محمد اشرف غني په کابل کې له پوځي اکاډمي د ځوانو افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې بهرنیو وسله والو ته په افغانستان کې هېڅ ځای نشته او افغان طالبان باید له هغوی څخه ځانونه جلا کړي.
د مهاجرت نړیواله اداره وايي، په دا نزدو کې له افغانستان سره پر پوله پرتو هېوادونو څخه د پېِغلو نجونو قاچاق زیات شوی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسیف وايي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې شپیته په سلو کې یې نجونې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته