ضیاءالحق امرخېل وویل، چې د هېواد د سولې او ټیکاو لپاره باید ټول قومونه یو بل ته لاس ورکړي، ځکه یو شمېر مشخصو کړیو پر قومونو معاملې کړي، خو ولس محروم او مظلوم پاتې شوی دی
د چارشنبې په شپه چې افغانستان له سکاټلينډ نه د کريکټ لوبه وګټله نو په جلال اباد ښار کې دغه خوشالي په ډزو ونمانځل شوه چې په يوې هواي ګولۍ باندې يو تن نهه کلن ماشوم ولګيده او په حق ورسيدو.
"موږ نه د ډیورنډ کرښه منو، نه د دوی دا مخته راتګ. موږ دا مکلفیت لرو د افغانستان پوځ باید باالمقابل عکس العمل وښيي."
د افغانستان د هلمند ولایت امنېتي چارواکي وايي چې د ګرشک ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله والوپه برید کې درې تنه برید کوونکي وژل شوي او درې نور لاهم د افغان ځواکونو په وړاندې مقاومت کوي.
د افغانستان کرکټ ټېم د نړيوال شل اووریز کپ خپله لومړۍ لوبه د محمد شهزاد د تېز بيټينګ په مټ وګټله. سکاټ لینډ ونه شو کړلی چې د افغان لوبډلې د ۱۷۱ هدف پوره کړي. دا شپږم ځل دی چې سکاټ لینډ په شل اووريزو ميچونو کې له افغانستان څخه ماتې خوري.
په خوست کې یو شمېر ښځينه مدني فعالانې که له یوې خوا په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د ښځو په ژوندانه کې ځنو مثبتو پرمختګونو ته خوشبینه دي، خو بیا دې ته انديښمنې دي چې لا هم د ښځو او نجونږ د پام وړ برخه په بیلابیلو ډولونو د تاوتریخوالي قرباني ګرځي.
محمد اشرف غني په کابل کې له پوځي اکاډمي د ځوانو افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې بهرنیو وسله والو ته په افغانستان کې هېڅ ځای نشته او افغان طالبان باید له هغوی څخه ځانونه جلا کړي.
د مهاجرت نړیواله اداره وايي، په دا نزدو کې له افغانستان سره پر پوله پرتو هېوادونو څخه د پېِغلو نجونو قاچاق زیات شوی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسیف وايي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې شپیته په سلو کې یې نجونې دي.
په ننګرهار کې د ښځو نړیواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دغه غونډه کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني هم برخه واخېسته.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي حکومت د سولې لپاره قوي ارده لري او له طالبانو او د ګلبدین حکمتیار له حزب اسلامي ډلې څخه یې غوښتي چې له دې بهیر سره یو ځای شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د طالبانو د انکار باوجود دوی هیله من دي چې که دا اونۍ نه وي نو بله اونۍ به طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته