د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند ظفر هاشمي وايي افغان حکومت د سولې او پخلاينې د بريا لپاره ټينګه اراده لري.دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې روانه اونۍ د سولې مخامخ خبرې پيل شي.
کابل: د افغانستان د پلازمېنې کابل امنیتي چارواکي وایي چې نن د دفاع وزارت مخې ته په ځانمرګي برید کې نهه کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي.
کونړ: د افغانستان د کونړ ولایت چارواکي وايي چې نن (شنبه) شاوخوا ۱۰ بجې هلته یو ځانمرګي برید ۱۳ تنه وژلي او تر ۴۰ زیات يې ټپيان کړي دي.
په پېښور کې افغان جنرل کونسل ډاکټر عبدالله وحيد پويان د واحیدي په راخلاصولو د پاکستانيو چارواکو او پوليس سرتېرو مننه کړې ده.
وحیدي د روانې فبروري مياشتې پر ۱۲مه نېټه په اسلام آباد کې د ناڅرګندو کسانو له خوا تښتول شوی و.
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ د پل کندهاري په سیمه کې يې د عملیاتو په ترڅ کې وسلې، د سپکو او درنو وسلو ګڼ مهمات او د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې ۷۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي دي.
افغان چارواکي هیله من دي چې په چابهار کې به د هند له پانګونې سره افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې پر پاکستان تکیه کمه شي.
په اسلام آباد کی د افغانستان په سفارتخانې کی د کډوالو چارو مشر مرستیال ذبیح الله وايي چې تراوسه ورته د کډوالو د رجسټرېشن پحقله د پاکستان حکومت نېټه نه ده ورکړې.
په ننګرهار کې يو شخصي پوهنتون یو سل او شل تنه هغه ځوانان چې د دولسمو ټولګيو څخه په اول، دویم او دريمه درجه په ښو نمرو فارغ شوي وي، په پوهنتون کې څلور کلنې وړيا زده کړې ورکوي.
د افغانستان ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر دې مهال وویل چې د کابل دښمن د اسلام اباد دښمن دی او اسلام دښمن د کابل دښمن دی.
په کابل کې د افغان سولې بهیر څلوراړخیزې غونډې په اعلامیه کې پر روان تاوتریخوالي د علماوو فتواګانو ته هم هرکلی شوي دی.
افغان حکومت د سولې ټينګښت لپاره د څلور اړخیزو ناستو جوړېدل مهم بولي او تاکید کوي چې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې کار مهمو پړاونو ته داخل شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته