د افغانستان د ملي امنیت شورا تاییدوي چې هېواد د سایبر یا پرلیکه بریدونو ګواښونو سره مخ دی او دا ګواښونه جدي دي.
په خوست کې په لومړي ځل داسې ادبي دستورې او علمي ناستې پیل شوي، چې د نویو ځوانانو د استعدادونو د راسپړلو او دوی ته د خپلو افکارو د وړاندې کولو فرصت او جرئت ورکوي.
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دهسرک ښوونځی له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له داعش وسله والو سره په واک کې و او هغوی به په دې ښوونځي کې خپلې فیصلې اعلانولې خو له څه باندې یوې اونۍ راهیسې چې په دې سیمه کې افغان ګډو ځواکونو
مظاهره کوونکیو وویل، وسله وال طالبان، د اسلامي دولت ډله او داسې نور افغان دښمنه ګروپونه له افغانستانه بهر روزل کېږي، تمویلېږي او بیا افغانستان ته لېږل کېږي.
په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني ولایت په ده یک او اندړو ولسوالیو کې ۷ وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې امنیتي ځواکونه په ګډه په دریو بیلابیلو عملیاتو کې د وسلوالو یو شپږ کسیز ګروپ نیولی او همدارنګه دوه نور کسان يې د اختطاف او سړي تښتونې په تور نیولي دي.
د خوست چارواکي ادعا کوي چې په نیول شویو وسله والو کې د دوی دوه قوماندانان هم شامل دي.
د افغانستان ملي وحدت حکومت مشرانو یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له وسله وال مخالفته لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ م کال کې په افغانستان کې ملکي تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي. دا خبره د فبرورۍ په ۱۴ مه، ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ کال کې په وسله والو شخړو او جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د کلني راپور د خپرولو پرمهال وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او په اسلام اباد کې یې د پخواني والي سید فضل الله وحیدي د تښتونې په اړه جدي اندیښنه یې ورسره شریکه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هرات پخواني والي سید فضل الله وحيدي د موندلو لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره اړیکې نیولې دي. لا تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانستان د هرات پخوانی والي د پيسو لپاره او که د سياسي وجوهاتو له کبله تښتول شوی.
افغان ولسمشر وايي، د افغانستان په ختیځ کې داعش ډلې ته په دې ورستیو کې درانه مرګ ژوبله اوښتي او دا مهال یې غړي په تېښته کې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته