د افغانستان ملي وحدت حکومت مشرانو یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له وسله وال مخالفته لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ م کال کې په افغانستان کې ملکي تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي. دا خبره د فبرورۍ په ۱۴ مه، ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ کال کې په وسله والو شخړو او جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د کلني راپور د خپرولو پرمهال وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او په اسلام اباد کې یې د پخواني والي سید فضل الله وحیدي د تښتونې په اړه جدي اندیښنه یې ورسره شریکه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هرات پخواني والي سید فضل الله وحيدي د موندلو لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره اړیکې نیولې دي. لا تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانستان د هرات پخوانی والي د پيسو لپاره او که د سياسي وجوهاتو له کبله تښتول شوی.
افغان ولسمشر وايي، د افغانستان په ختیځ کې داعش ډلې ته په دې ورستیو کې درانه مرګ ژوبله اوښتي او دا مهال یې غړي په تېښته کې دي.
افغان سفیر عمر زاخېلوال وايي د مذاکراتو لپاره لومړی ګام په کامیابۍ سره ترسره شو او هیله من دی چې د سولې بهیر له پیلېدو ورسته به پکې مهم پرمختګ وشي.
رحیم الله یوسفزی وايي، پاکستان د مذاکراتو لپاره یواځې هغه طالب مشرانو باندې فشار اچولې شي چې په دې هېواد کې اوسي، په افغانستان او یا قطر کې مېشت طالبان مشکله ده چې د پاکستان تر نفوذ لاندې وي.
د افغان دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان له ازادۍ راډيو سره په خبره کې وویل، د هلمند جګړې تر شا سیمه ییز او نړیوال لاسونه کار کوي چې غواړي شاوخوا ټول ولایتونه یې نا امنه شي.
د افغانستان سولي عالي شورا وایي، د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړي ملا حسن رحماني مړینه به د سولې پر بهیر تر یو بریده منفي اغیزه ولري.
پاکستان کې افغان رسنۍ اجازه نه لري چې په کېبل ازاد نشرات وکړي، نو په کار ده چې د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر پاکستانیو رسنیو بندیز ولګوي.
په اسلام اباد کې له غونډې وروسته د څلورو هیوادونو استازو د فبرورۍ په شپږمه وویل په دې خبره یوه خوله دي چې له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې باید د روانې میاشتې تر پایه پيل شي.
په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر بیا پیل او څرنګوالي د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې دریمه غونډه هم وشوه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته