د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې د خپلې دې ادعا په اړه چې ګوندې پر باچا خان پوهنتون د دغه هېواد له خاورې څخه حمله پلان شوې؛ اسناد وړاندې کړي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ۳۴۱ ميله بيلابيل ډول وسلې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې.
په لمز LUMS کې داخلې فارم لپاره زده کوونکې د پوهنتون پر وېب پاڼه www. lums.edu.pk/agsp يا ټيليفون نمبر 042.111-11-5867 رابطه کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې هغو وسله والو په افغانستان کې له امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو سره نښتې کړې دي کوم چې ځان د اسلامي دولت وسله والې ډلې برخه بولي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د غیر رسمي دوه ورځنۍ غونډې ګډونوال وايي ، تمه ده چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د یو درېیمګړي جوړښت ته زمینه برابره شي.
خوست: د افغانستان د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې يې په یاد ولایت کې د مخدره توکو د کاروبار او د ماین اېښودنو په تور دیارلس مظنونین نیولي او اوسمهال يې قضیې په کشفي او عدلي ادارو کې تر څېړنو لاندې دي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د قیمتي کاڼو کانونه په غير قانوني ډول کيندل کيږي چې اویا سلنه ټيکس يا ماليه يې د دولت وسله والو مخالفینو ته ورکول کيږي.
د خوست قومي مشران او مدني فعالان وايي، هېڅوک حق نه لري چې په علمي او تحصیلي مرکزونو وسلوال بریدونه وکړي، ځکه په دې مرکزونو کې پرته له دې چې د کوم کس فکر او مکتب په نظر کې ونیول شي، زده کړې کوي او روزل کیږي.
کابل: د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د سولې پر غير رسمي کېدونکو مذاکرو خوشبنيي څرګندوي، خو سم دستي یې د پایله هیله نه لري.
افغان حکومت ویلي، نه یې کله د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی او نه یې ورته پټنځایونه برابر کړي.
د پنجشنبې پر ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو او د لنکن ښوونیز مرکز مسوولینو د خوست ښار له سوداګرو او دوکاندارانو څخه راټوله کړې ژمنۍ مرسته پر سلو غریبو او بې وزله کورنیو وویشله.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته