په خوست کې په مډرنه او پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال یو داسې خصوصي روغتون جوړ شو، چې د همدې نوې طبي ټکنالوژۍ پر مټ به، په کې ډېر پرمختللي معاینات ترسره کیږي.
افغان چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچین، نازیان او هسکې مینې ولسوالیو کې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۵۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت له يوه طبي علومو انسسټټیوټ سره یو قرارداد لاسليک کړ چې له مخې به يې هر کال تر دوه نیم سوو پورې غریبو ځوانانو ته په شپیته سلنه رعایت دوه کلني زده کړې ورکوي.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې دېرش کلیوالي پروژې چې کارونه يې خواوشا یو کال وړاندې پیل شوي ول بشپړې شوې دي.
د پنجشنبې په ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه ناسته کې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د افغانستان د پخواني پاچا شاه امان الله خان سرښندنې او د افغانانو د ترقۍ او هوساینې لپاره د نوموړي ځوان پاچا مترقي پلانونه وستایل.
د افغانستان د ډیری ښارونو د پراخیتا لپاره د منظمو پلانونو نه شتون د دې لامل شوی چې په دې هېواد کې ښارونه په منظم ډول انکشاف ونکړي او غیر معیاري پرمختیا بیا ښاریانو او د سوداګري د پرمختګ په مخکې ستونزې جوړې کړي.
نن سهار چې جلال اباد ښار کې د پاکستان قونصلګرۍ ته څیرمه په يو دولتي میلمستون بريد شوی و، د درې تنو ځانمرګي او۷ تنه دولتي سرتيري وژل شوي او ۷ تنه امنیتي سرتيري او درې ملکي وګړي په کې ټپيان شوي دي.
نن په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونصلګرۍ ته څېرمه په عمومي سړک ځانمرګي برید څلورپولیس او دوه ملکي وګړي وژلي دي.
د راه نجات يا د خلاصون د لارې د شورا يو شمير غړي ته راغلي او په دغه ولایت کې يې د یادې شورا د سيمه ييز دفتر پرانسته وکړه. د خلاصون د لارې شورا منسوبين وايي دوی د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته سفرونه کوي او له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په دې خاطر ګوري چې په ګډه افغانستان
د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو د راجلبولو له لارې توانیدلي چې روغو کسانو ته د دې ناروغۍ خپریدل او سرایت کنټرول کړي.
"داعش زموږ په خاوره کې ځای نه لري مرګ يې غواړو، نه يې منو نه يې منو نه يې منو، د داعش پرضد عملیاتو ته ادامه ورکړی بمبار يې کړئ."
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته