افغان چارواکو ویلي دي چې پاکستان به دوی ته د هغو وسله والو طالبانو فهرست ورکړي چې له افغان حکومت سره خبرې کول غواړي.
د پکتیکا ولایت که څه هم د پوهنې په ډګر کې له وروسته پاتې ولایتونو څخه شمېرل کیږي او لږو کسانو په کې لوړې زده کړې کړي، خو د هر کال په تیریدو سره يې د ښوونځیو څخه د فارغانو په شمېر کې ډېروالۍ راځي او د لوړو زده کړو مینه وال په کې زیاتیږي.
د خوست د هوايي ډګر د پروژې د کار له دریدو خواوشا څلور کاله تیریږي، خو تر اوسه يې دوباره کارونه نه دي پیل شوي.
په ننګرهار کې د څه باندې درې ميلونو ډالرو په ارزښت د چرګانو د خوراکې د تولید کارخانه له بشپړیدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا کارخانه به په څلرويشت ساعتونو کې ۲۴۰ تنه خوراکه تولیدوي.
په بلخ کې د هند پر قونسلګرۍ د حملې په اړه تازه معلومات ښايي چې دا برید د یوې بهرنۍ تروریسي ډلې لخوا ترسره شوی دی.
د چارشنبې پر ورځ د خوست د ولایتي شورا غړو په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په خوست ښار کې د ملي دفاع وزارت ملکیتونو د ډېریو پرمختیايي پروژو مخه نیولې او حتی د دوی مزاحمت د میلیونونو ډالرو په ارزښت د ځنو منظور شویو پروژو د ختمیدو سبب شوي دي.
د ننګرهار مدني فعالان، ځوانان او د ولایتي شورا يو شمير غړي په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ د ګټوونکي اتل غازي امان الله خان مزار ته په لاريون ورغلل او د جمعيت اصلاح د يو تن مشر د هغو څرګندونو غندنه يې وکړه چې تيره اوونۍ يې په غونډه کې امان الله خان بې دینه ګڼلی و.
د دغه کنډک د منسوبینو په استازۍ بریدمل محمد سالم هم ژمنه وکړه،چې خپله دنده به په ایماندارۍ ترسره کړي او د پخوانیو ترسره شوو دندو تجربو څخه به په ګټې اخیستنې دښمن ته هر مهال ماتې ورکړي.
((د بريدګرو شمېر درې تنه وو، پر دېوالونو هم په اردو ژبه ليکنې کړې دي له قوارو څخه يې هم راښکاري چې ګواکې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي وو، خو په دې اړه زموږ پلټنې روانې دي.((
بلخوا د ننګرهار ولي خبري دفتر ویلي چې په بټيکوټ کې د افغان امنیتي سربازانو پر یوه پوسته په برید کې د داعش۱۵جګړه مار وژل شوي دي.
څه باندې پنځه ساعته د حملې له پیله اوړي خو لا هم د سیمې څخه د سپکو او درنو وسلو د غږ سربېره د زورورو چاودنو غږ هم اورېدل کیږي.
د خوست ښاریانو چې د ښار د سړکونو، پلچکونو او پیاده رونو له خراب حالت شکایت کاوه او د ترمیم پرله پسې غوښتنه يې کوله، بالاخره د خوست ښاروالۍ له خوا د یاد ښار د سړکونو د یوې برخې د ترمیم او رغونې چارې پیل شوې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته