د افغانستان د سولې عالي شورا وايي امریکا او چین هڅه کوي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبري ژر تر ژره له سره پيل شي.
د ننګرهار سلګونو خلکو د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومته په نويو بريښنايي پيژندپاڼو یا تذکرو کې د افغان او اسلام کليمې د لیکلو غوښتنه وکړه.
موسي کلا د تیري میلادي میاشتي په ۲۶ نیټه وسله والو ونیوله خو حکومت بیا د یادې ولسوالۍ د یوشمیر سیمو څخه د تاکتیکي په شاتګ خبر ورکړ او دایې ونه منله چې ګواکې ټوله ولسوالي یې له لاسو وتلې ده.
د پاکستاني وزيراعظم د قامي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي چې کابل ته يې سفر ډېر ګټور وو خو آيآ رښتيا به هم دا سفر د افغانستان او پاکستان تر منځ بي باوري ختمه کړي؟ څيړونکي وايي بي باوري به هله ختمه شي چې د وسلو والو پر ضد صادقانه کار وشي.
په دي وروستيوو کې د پاکستان او افغانستان د اړيکو خرابېدو سره پاکستان اعلان کړی وو چې افغان زده کوونکو ته يې سکالرشيپ ځنډولی دی. اوس پاکستاني چارواکي وايي چې د نوو پرمختيايي منصوبو لړ کې به افغانانو ته د زده کړو لپاره پيسې ورکوي.
عزيز زياته کړې چې افغان چارواکو ته يې ويلي چې پر اسلام اباد دې د تورونو لګولو پر ځای همکاري وکړي. خو افغان چارواکي وايي چې دوی تل له پاکستانه غوښتي چې په ترهګرو کې دې خپل پردی نه ګوري او ټول دي يو شان وځپي خو په خبره يې پاکستان داسې نه کوي او لاس پوڅي وسله والې ډلې ساتي.
په پکیتا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې يې د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سیمه او د غزني ولایت د قره باغ او مقر ولسوالیو په مربوطاتو کې ۱۸وسله وال وژلي او ۲۱ نور يې ټپیان کړي دي
محمد اشرف غني د خپلې وینا په پای کې وویل چې د ترهه ګرو شبکو او تاوتریخوالي پیغام، د مایوسۍ پیغام دی او د هغوی ټول پام د بې ګناه خلکو پر وژلو او د فرهنګي مېراثونو پر ورانولو او له منځه وړلو راڅرخي.
د غزني په ګېرو او قرهباغ ولسواليو کې له تېري يوې اوونۍ راهيسې د طالبانو پر ضد عمليات روان وو چې پرون ناوخته پای ته رسېدلي چې پکې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ ژوبل شوي دي
نن د چارشنبې پر ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د کرنې مسلکي لیسې له پاره نوې ودانۍ له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.
په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې یادو ځواکونو په پکتیا او د غزني ولایت په مربوطاتو کې د عملیاتو او درونو وسلو د بریدونو له لارې شپاړس وسلوال وژلي او ګڼ نور يې ټپیان کړي دي.
ولسمشر غني وویل، د کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس یو تن او وجود دی او د وینې شراکت لري د ناامني او ترهګري قرباني دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته