د افغان طالبانو نوي مشر ويلي په افغانستان کې هغه وخت سوله راتلای شي چې ټول بهرني ځواکونه له دې هيواده ووځي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې ژر به له هغو زرګونو کورنيو سره د خوراکي توکو او د ژوند د اړتیاوو مرسته وشي چې په دې وروستیو کې د ناامنيو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
د عبدالله په نامه يو افغان يو نيم کال مخکې د جرمني په تکل له افغانستانه راوتی وو خو د پيسو د نشتوالي له کبله په بلغاريا کې بند پاتې شو. دلته يې خپله مجبوري په کاروبار بدله کړله او اوس د انسانانو قاچاق کوي.
د عبدالله په نامه يو افغان يو نيم کال مخکې د جرمني په تکل له افغانستانه راوتی وو خو د پيسو د نشتوالي له کبله په بلغاريا کې بند پاتې شو. دلته يې خپله مجبوري په کاروبار بدله کړله او اوس د انسانانو قاچاق کوي. رپورټ: بشيرګواښ پروډيوسر: علی محمود
د افغانستان پخوانی جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف وایي، په هیواد کې د تروریستي فعالیتونو د رهبرۍ مرکزونه په کابل کې دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي د انساني قاچاق د ستونزې د مخنيوي لپاره د دوو قوانينو پر جوړولو کار روان دى.
راپورونه وايي د افغانستان د طالبانو ترمنځ پیدا شوي اختلافات ښايي د دې سبب شي چې دوه متوازي ډلې ترې جوړې شي.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو نن د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سيمې شاو خوا سل تنه تښتولي چې تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.
د افغانستان د سولې عالي شورا يو غړى وايي له وسله والو طالبانو سره به د افغان حکومت د سولې خبرې په راتلونکو اوونيو کې پيل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.
د خوست په ګلان کېمپ کې یو شمېر میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت مرستې د پخوا په پرتله لږې شوي او په دې مرستو د دوی د کورنیو اړتیاوې نه پوره کیږي.
د ازادۍ راډیو خبریال جان اقا الکوزي د جنازې لمونځ نن (جمعه) په جلال اباد کې کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته