په افغانستان کې وسله والو طالبانو نن د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سيمې شاو خوا سل تنه تښتولي چې تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.
د افغانستان د سولې عالي شورا يو غړى وايي له وسله والو طالبانو سره به د افغان حکومت د سولې خبرې په راتلونکو اوونيو کې پيل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.
د خوست په ګلان کېمپ کې یو شمېر میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت مرستې د پخوا په پرتله لږې شوي او په دې مرستو د دوی د کورنیو اړتیاوې نه پوره کیږي.
د ازادۍ راډیو خبریال جان اقا الکوزي د جنازې لمونځ نن (جمعه) په جلال اباد کې کېږي.
د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست د ملي امنیت چارواکو یوه اندازه هغه وسله چې یادو ځواکونو په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې نیولې وه، د ډایاګ یا د غیر مسوولو وسلوالو څخه د وسلې د ټولو ملي پروګرام ته وسپارله.
د خوست د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، چې په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د خپل فعالیت له پیله تر اوسه د دې ولایت پرمخیتا او ابادۍ ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.
د ننګرهار اچين ولسوالۍ د يو شمير کلیو خلک وايي چې د داعش وسله والې ډلې له خپلو کورونو په زوره را ایستلي او په بیلابيلو سیمو کې تر شنه اسمان لاندې په کڼدوالو کې شپې ورځې تيروي.
د دوشنبې پر ورځ د خوست د تڼيو ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو په یاده سیمه کې د ښځو د مهر د کمولو او په دښمنیو کې د ښځو د نه ورکولو پریکړه وکړه.
د نور هان الدین جدي په نوم د تڼیو د لغوړي پیرانو د ښوونځي سرښوونکی وايي، چې دوی ښوونځي ځکه تړلي، چې د حکومت چارواکي خپلې بې غورۍ ته متوجه شي.
په پکتیا کې جګړه ځکه اوږده شوه چې د وسله وال طالبانو په لیکو کې د پاکستانيو ملیشو شتون دی او بل هغوی ته هوايي مرسته رسول کېږي.
د پاکستان د وزیراعظم د قامي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې د افغانستان د سولې د خبرو د بیا پيلولو لپاره هڅې روانې دي او د پاکستان او افغانستان تر مینځ اړیکې به ډیر زر بېرته ښې شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته