د ننګرهار اچين ولسوالۍ د يو شمير کلیو خلک وايي چې د داعش وسله والې ډلې له خپلو کورونو په زوره را ایستلي او په بیلابيلو سیمو کې تر شنه اسمان لاندې په کڼدوالو کې شپې ورځې تيروي.
د دوشنبې پر ورځ د خوست د تڼيو ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو په یاده سیمه کې د ښځو د مهر د کمولو او په دښمنیو کې د ښځو د نه ورکولو پریکړه وکړه.
د نور هان الدین جدي په نوم د تڼیو د لغوړي پیرانو د ښوونځي سرښوونکی وايي، چې دوی ښوونځي ځکه تړلي، چې د حکومت چارواکي خپلې بې غورۍ ته متوجه شي.
په پکتیا کې جګړه ځکه اوږده شوه چې د وسله وال طالبانو په لیکو کې د پاکستانيو ملیشو شتون دی او بل هغوی ته هوايي مرسته رسول کېږي.
د پاکستان د وزیراعظم د قامي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې د افغانستان د سولې د خبرو د بیا پيلولو لپاره هڅې روانې دي او د پاکستان او افغانستان تر مینځ اړیکې به ډیر زر بېرته ښې شي.
افغان حکومت وايي چې د ټاپي د پايپ لاين د پروژې د کار د پېل په اړه لا هم خبرې روانې دي او د ځينو مسايلو پر سر لا اړوندو لوريو تر اوسه موافقه نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزيراعظم ويلي په دسمبر کې به ترکمنستان د دې پايپ لاين په غځول کار پېل کړي.
د کرښې دواړه خواو ته وخت په وخت په راجوړو شوو ادبي غونډو، نړیوالو سیمنیارونو او جرګو کې د پښتو ژبې ، کلتور او ادب د ودې او سیاسي ستونځو د هواري لپاره قراردادونه منظوریږي او اعلامیې خپریږي. خو په ډیرو موقعو پر دغو سپارښتونو عمل نه کیږي. ددې وجې څه دي؟
د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتانه ليکوالان په کوټه کې سره راټول شوي دي. دوی د پښتو په نړيوال کنفرنس کې پښتو ژبې او پښتنو ته په ورپېښو ستونزې خبرې کوي. په کنفرنس کې له اروپا او امريکا هم ګڼ پښتانه څيړونکي وربلل شوي دي.
نن د بلوچستان په سرښار کوټه کې پښتو نړيوال کنفرنس روان دی. په دي کنفرنس کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ليکوالان او څيړونکي برخه لري. دوی د پښتنو په سياسي، کلتوري او تعليمي ستونزو څيړنيزې مقالې واورولې.
د خوست ولایت چارواکو د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې له جنګه لاس واخلي او د افغانستان په ابادۍ او د افغانانو په هوساینه او نیکمرغۍ کې ونډه واخلي.
د کابل ګردېز ترمنځ غځېدلې لويه لار، چې دورځې پرې زرګونه موټر تګ او راتګ کوي، د خلکو پرمخ د درېېمې ورځې لپاره هم د تېرې کنډو په سيمه کې همداسې تړلې ساتل شوې.
په جلال اباد کې شالوخوا سلو تنو نجونو او هلکانو ته د ټولنیزو ستونزو د اوارۍ په لار کې د ټکنالوژۍ په رول څلور ورځیني ښوونيز سيمینار کې زده کړې ورکړل شوې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته