"د افغانستان او جرمني سل کلنې اړیکي د دوو ملتونو د دوستۍ او همکارۍ یوه ډېره ښه نمونه ده"
د بیان ترمخه د ملاعمر د مړینې خبر پټولو وجه د ناټو سازمان لخوا هغه اعلان و چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه به په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت »مشن« ختموي.
افغان چارواکي وايي چې د هلمند موسی کلا ولسوالي یې تیره شپه بیرته له وسله والو طالبانو څخه نیولې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي د تيرې یوې میاشتې راهيسې چې د ننګرهار په حصارک، خوګياڼو او شیرزادو ولسواليو کې افغان ګډو امنيتي ځواکونو له لوري د دولت ضد وسله والو خلاف چاڼيز عمليات پیل شوي وو، پای ته ورسیدل.
د خوست لیکوال، شاعران او فرهنګیان وايي، چې په یاد ولایت کې د کلتوري فعالیتونو په پایله کې له پوهنې او ادب سره د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانانو مینه او لیوالتیا ډېره شوې ده.
د ترکمنستان ولسمشر وایې هیواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره له دغه هیواد سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د سویل ختیز زون په څلورو ولایتونو، خوست، غزني، لوګر او میدان وردکو کې ۱۵ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان چارواکي وايي چين پر پاکستان او پاکستان پر طالبانو اغېز لري نو ځکه بيجينګ کولی شي افغانستان او سيمه کې د امنيت په راوستلو کې مهم رول ولوبوي. ياده دي وي چې په دي وروستيوو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې يو ځل بيا خرابې شوي دي.
د افغانستان د پارليمان غړو له حکومته غوښتي چې زر تر زره دې د هلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د طالبانو خلاف تازه ځواکونه واستول شي. دا ولسوالۍ نن سهار د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. چارواکي وايي سيمې ته يې تازه پوځيان استولي دي.
د رپورټونو ترمخه ايران ګڼ شمېر افغان کډوال شام يا سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ جګړې لپاره ليږلي دي. دوی يا مجبوره کيږي او يا هم ورته د پيسو او ايران کې د اوسېدو لالچ ورکول کيږي.
په کاپيسا کې یو شمېر چارواکي وايي؛ یوازې په تګاب او اله ساي ولسوالیو کې لږترلږه ۱۰۰۰ وسله وال د حکومتي ځواکونو پر ضد کاروایانې کوي..
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د کډوالو د راستنېدو حالت د وړاندوینې وړ نه دی نو ځکه باید ټول وزارتونه په دې اړه د بیړنیو حالاتو لپاره لازم چمتوالی ولري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته