په خوست کې د ورزشي فدراسیونونو مشران او د پولیسو مسوولین وايي، چې د ګډو سپورټي تمرینونو او مسابقو له لارې د خلکو او پولیسو تر منځ یو تر بله اعتماد ، همغږي او همکاري ډېره شوې، چې له کبله يې اوسمهال له دې لارې هم د یو شمېر جنايي او امنیتي پيښو مخه نیول کیږي.
په جلال اباد کې يوې غير دولتی موسسې « له تاو تريخوالي ډکې افراطي کړيو سره د مبارزې په خاطر د ځوانانو ډيالوګ» تر سرليک لاندې يو ښوونيز سيمینار جوړ کړی و چې د افغانستان په يو شمير ولايتونو سربيره په کې له خیبر پښتونخوانه څخه هم يو شمير ځوانانو برخه اخيستې وه.
ګورنر اڅکزي دا خبري په کوټه کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې ددغه هېواد ۹۶مې خپلواکۍ د جشن په وياړ په جوړې شوې لمانځغونډه کې تر ګډون وروسته له مشال سره په خبرو کې کړې. د اڅکزي په خبره د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو غاړو ته ترهګر پټنځايونه لري او يوې بلې خواته اوړي را اوړي.
د ولسمشر یو ویاند ظفر هاشمي مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر به د ټولو هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې په افغانستان کې روانې چارې تخریبوي. ((هره ډله چې د افغانستان د خلکو پر ضد ګام پورته کړي. افغان ولسمشر به د وسله وال پوځ د اعلا قومندان په توګه هڅه وکړي چې دا ګواښ له منځه یوسي.))
د چارشنبې پر ورځ په خوست کې هم د افغانستان د ازادۍ جشن د یاد ولایت په ملي لوبغالي کې په پراخه کچه ولمانځل شو.
په افغانستان کې نن د خپلواکۍ ۹۶مه کالیزه په ټولو لویو او وړو ښارونو کې د چشن په توګه نمانځل کېږي.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۶ یمه کليزه په شاندارو مراسمو کې ونمانځل شوه چې په دولتي چارواکو سربيره په کې په زرګونو ولسي وګړو هم ګډون کړی و.
د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم د دې هېواد د خپلواکۍ د کالیزې د لمانځنې له پاره تیاریانې روانې دي.
د سې شنبې پر ورځ یو اېس اې ای ډي په یوه بیان کې وویل، د افغانستان د سرشمېرنې اداره به د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) په مرسته د ۷۴ میلیونه ډالرو په لګښت د سرشمېرنې او اقتصادي سروې چارې تر سره کړي.
ټاکل شوې چې په افغانستان کې به د کمپيوټري تذکرو امحتاني ويش پيل شي خو په ننګرهار کې يو شمير مدني فعالان وايي چې که په تذکرو کې د افغان کلیمه ځای نه شي نو دوی به يې له اخيستلو انکار وکړي او په لاريونونو به لاس پورې کړي.
د افغانستان د هلمند ولایت دامنیه قوماندانۍ یوې سرچیني دنوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تیره شپه یو ځايي پولیس خپل پنځه ملګري په ډزو وژلي دي. پولیس وايي د قاتل د نیولو لپاره هلې ځلې روانې دی.
د افغانستان لومړۍ میرمن بي بي ګل غني وایې چې د مخدره موادو کښت، قاچاق او ګټه اخیستنه د دې هېواد لپاره په یوه ملي ناورین بدله شوې او په وړاندې یې جدي مبارزې ته اړتیا ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته