په پکتیا ولایت کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د پکتیکا په برمل او د غزني ولایت د مقر او قره باغ ولسوالیو په مربوطاتو کې ۲۱ وسلوال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
نن د چارشنبې پر ورځ د خوست لسګونو قومي مشرانو، دینی عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې وروستي بریدونه چې د سلګونو ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې لامل شول وغندل او له اړوندو ادارو يې وغوښتل، چې د دې خونړیو پيښو عاملین مالوم او د قانون منګولو ته وسپاري.
د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمینځه د سولې خبرو لومړی پړاو د تیرې میاشتې په اوومه (۷) نېټه له اسلام اباد سره نزدې په مري کې تر سره شوی و،
د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت د ځوانانو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په ترڅ کې له دولت او مرستندویه نړیوالو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې د ځوانانو ستونزو ته حل لارې ولټوي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو شوراګانو استازي وايي، چې افغان کلمه د افغانستان د خلکو هویت او پيژندنه ده او هېچا ته به د دې اجازه ورنکړي، چې د نویو پيژندپاڼو یا تذکرو څخه د افغان کلمه لیرې کړي.
په ننګرهار کې د نشه يې توکوسره د مبارزې رياست په ملي کچه د نشه يي توکو په وړاندې د همغږۍ او هڅونې تر سرلیک لاندې د نشه يي توکو د استعمال او کښت د مخنیوي په غرض يو ورځینی سیمینار تر سره کړو.
ولسمشر اشرف غني وایي، د پاکستان له خاورې د افغان حکومت پرضد د جګړې اعلان له افغانستان سره د څرګندې دښمنۍ په مانا دی.
حمله د غرمې دولس بجې د هوایي ډګر په دروازه کې وشوه او د هوایي ډګر قومندان وایي، بریدګرو هوډ درلود چې موټر هوایي ډګر ته دننه کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د هیواد د امنیت د ښه کولو لپاره د جنګ شیوې ته د بدلون اړتیا لیدل کیږي. نوموړی وايي دا چې وسله والې ډلې کمزورې شوي نو د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره د عامو خلکو او ښاریانو په وژلو خپل ځانونه پیاوړي ښکاره کول غواړي.
افغان چارواکي وايي د شنبه په ماښام دکندز په خان اباد ولسوالۍ کې په ځانمرکې حمله کې ۴۸ تنو ته مرک ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د کونړ ولایت سرحدي ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي چې له پولې پورې غاړې سیمې نه د دوی په لوري توغندي ویشتل کیږي چې په پایله کې یې دوی ته د سر او مال زیانونه اوړي.
ياده دي وي چې د ملا عمر په شان د طالبانو اوسنی مشر ملا اختر محمد منصور هم د پاکستان په دغه حقانيه مدرسې کې زده کړې کړي دي او دغلته چارواکي وايي چې له همدغې وجې مولانا سميع الحق يو مهم رول لوبولی شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته