د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ویکسینو اووه ورځينی کمپاین پیل شو.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ و پاپوا نیوګېني هیواد ته ماتې ورکړه او په هند کې کېدونکي د ۲۰۱۶م کال شل اوریز نړیوال کپ ته یې ځان ورساوی.
دولتي چارواکي وايي، درې واړه کسان بېګا شپه د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملي امنیت د سرتیرو له خوا له برمته ګرو وژغورل شول.
د حامد کرزي په مشري د پخواني افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت د بهرنیو ځواکونو ترمنځ تر ټولو جنجالي او ستونزمنه مساله د بهرنیو ځواکونو خپلسرې هوايي حملې وې.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايې، له وسله والو طالبانو سره د رسمي خبرو د بل پړاو تياری نيسي.
د خوست د سولې شورا رئیس مولوي حنیف شاه حسیني وايي، چې په جګړو ستونزې نه حلیږي او نه کوم لوری له دې لارې د ځان له پاره ګټه رسولای شي.
د بهرنيو سرتېرو يوې بېپيلوټه الوتکې نن سهار وختي د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د طالبانو يوه ځاله په نښه کړې چې پکې يې لس تنه طالبان وژل شوي دي.
خوست کې که له یوې خوا یو شمېر خلک د خپلو هغو دوستانو او عزیزانو په ویر ناست دي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ په یوه خونړۍ پيښه کې مړه او ټپیان شول، بل لوري ته د اختر د لمانځنې له پاره هم په تیاریانو بوخت دي.
ولسمشر غني وویل، طالبان افغانان دي او هېڅ داسې ستونزه نشته، چې هغه د دواړو خواوو تر منځ په خبرو اترو حل نشي.
عبدالله عبدالله وايي، مخکې له دې چې د دغه حکومت د سقوط خوب وویني؛ که خدای مه کړه دغه کاروشي؛ بدیل به یې داعش او طالب وي.
د پيښې ډیری قربانیان د خوست ولایتي روغتون ته او یو شمېر هم په خوست ښار کې خصوصي روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
افغان چارواکو تاييد کړي چې چين سره يې د امنيتي مرستو په اړه خبرې شوي دي. چين که له يوې خوا افغانستان کې په مختلفو اقتصادي پروژو کې سرمايه کاري يا پانګونه کوي نو له بلې خوا يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په سياسي روغې جوړې کولو کې هم مهم رول لوبول شروع کړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته