'افغانستان له پاکستان سره د اړیکو ښه کېدو په برخه کې یو لړ ګامونه اخیستي دي او اوس د پاکستان وار دی چې ګام پورته کړي.'
د امن پرته د پښتنو ترقي ناممکنه ده او د پولې په دواړو غاړو کې د پښتو ژبې د شاعرانو کردار مهم دی.
د کابل لوی عدالت «ابتدایه محکمې» د فرخندي په وژنه کې د تورنو کسانو له ډلې څلورو ته د مرګ سزا اورولې او اته نور یې سړي سر ۱۶، ۱۶ کاله د بند تر سزا لاندې راوستي دي، او ۱۸ نور یې بې ګناه وګڼل.
د ننګرهار ديني عالمانو د سولې د روانې پروسې او د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ د يوې غوندې په تر سره کولو سره وکړو.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحنیف اتمرچې نن (سېشنبه) د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته بلل شوی وایي چې افغانستان دا مهال له نړېوالو او سیمه يیزو ترهګرو ډلو سره مخ دی.
د پکتیکا ولایت یو شمېر جهادي او قومي مشرانو په قطر کې د افغان حکومت د سولې شورا او طالبانو د استازو تر منځ د وروستیو غیر رسمي لیدنو کتنو او خبرو اترو هرکلۍ وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې افغان دولت دې د سولي د خبرو له پاره داسې کسان وټاکي، چې هغه د جګړې ښکیلو خواوو او افغانانو ته د منلو وړ وي.
د ډایاګ د پروګرام مسوول ډګروال شیرداد وايي، چې د پروګرام له پیله ۷۲۱ میله وسله ملي پولیسو، ۳۸۵ میله وسلې ملي اردو او دوه نیم سوه میله وسله ملي امنیت دې برنامې ته سپارلې
د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې په شوې ځانمرګې حملې کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
په خوست کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو استازي وايي: په یاد ولایت کې د رسنیو د خبریالانو د کارونو پر وړاندې ځنې ستونزې او ننګونې موجودې دي.
په کابل کې د یوې محکمې قاضي ویلي چې د فرخندې د وژلو د قضیې د څيړلو په تړاو دې باید څو امنیتي چارواکي هم د یکشنبې په ورځ عدالت ته حاضر شي او خپل دلایل دې وړاندې کړي.
په دې اړه عبدالحي کاکړ په خوست کې د مېشتو دې بې کوره کړل شوو وزیرستانیو وګړو د څلويښت کسيزي کميټۍ له مشر ملک عمر خان وزير سره مرکه کړېده.
په ننګرهار کې د ۲۲ ولسواليو د کريکټ د ټيمونو تر منځ چې دوه اوونۍ وړاندې د کريکټ سيالۍ پیل شوې وې، پرون د جمعې په ورځ يې فاينل (پایلوبه ) د کوچيانو او ګردي غوث د ټيمونو تر مڼخ وشوه چې د کوچيانو ټيم په دې وتوانېدو چې د ګردي غوث ټيم ته ماتې ورکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته